Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 11:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو د بنى اِسرائيلو ټول مشران په حبرون کښې داؤد له راغلل. هغۀ د مالِک خُدائ په مخکښې د هغوئ سره يو لوظ وکړو. هغوئ د مقررولو دپاره په هغۀ باندې تېل واچول او هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د سموئيل په ذريعه وعده کړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 11:3
15 Iomraidhean Croise  

بيا د يهوداه سړى حبرون ته راغلل او داؤد يې د يهوداه د بادشاه په توګه مقرر کړو. کله چې داؤد خبر شو چې په جِلعاد کښې د يبيس خلقو ساؤل ښخ کړے دے،


نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.


هغۀ په حبرون کښې په يهوداه باندې اووۀ نيم کاله بادشاهى وکړه او په يروشلم کښې يې په ټول اِسرائيل او يهوداه باندې درې دېرش کاله بادشاهى وکړه.


يهويدع اِمام د يوآس بادشاه او د خلقو نه د مالِک خُدائ په نوم يو لوظ واخستلو چې هغوئ به د مالِک خُدائ تابعدار اوسى، هغۀ د بادشاه او د خلقو په مينځ کښې هم يو لوظ وکړو.


د هغۀ آفسرانو د هغۀ لاش په يوه جنګى ګاډۍ کښې کېښودو او يروشلم ته يې يوړو او هلته په شاهى اديره کښې ښخ کړے شو. د يهوداه خلقو د يوسياه زوئ يهوآخز خوښ کړو او هغه يې بادشاه مقرر کړو.


د داؤد د تکړه فوجيانو مشران دا دى. ټولو بنى اِسرائيلو په شريکه دا فېصله وکړه چې داؤد خپل بادشاه جوړ کړى لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه.


هغوئ ټول د خُدائ پاک په کور کښې راغونډ شول او هلته هغوئ د بادشاه د زوئ يوآس سره يو لوظ وکړو. يهويدع هغوئ ته ووئيل، ”د بادشاه زوئ دا دے. دے به اوس بادشاه جوړيږى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د داؤد اولاد به بادشاهان وى.


نو اِفتاح د جِلعاد مشرانو سره لاړو او خلقو هغه د قبيلو مشر او فوجى مشر جوړ کړو. اِفتاح په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې خپل د تړون خبرې بيان کړې.


نو هغوئ ټول جِلجال ته لاړل او هلته يې په مقدس ځائ کښې د ساؤل د بادشاهۍ اِعلان وکړو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې پېش کړې او ساؤل او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو يوه لويه خوشحالى وکړه.


سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ نن ستا نه د بنى اِسرائيلو بادشاهى لرې کړې ده او هغه چا له يې ورکړې ده چې هغه ستا نه ښۀ دے.


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


يَسى قربانۍ له راوغواړه او زۀ به تا ته ووايم چې څۀ به کوې. زۀ چې کوم سړے درته ښايم نو د نښې په طور به تۀ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړې چې بادشاه جوړ شى.“


هغوئ دواړو د يو بل سره د مالِک خُدائ په نوم باندې تړون وکړو. داؤد په حورِش کښې ايسار شو او يونتن خپل کور ته لاړو.


مالِک خُدائ تا سره هغه څۀ کړى دى چې هغۀ زما په ذريعه تا ته فرمائيلى وُو. هغۀ ستا نه بادشاهى اخستې ده او داؤد له يې ورکړې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan