24 دا د بناياه د بهادرۍ کارنامې وې چې هغه د هغه درېو په شان مشهور وو.
د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.
هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو لوئ سړے چې تقريباً دوه نيم ګزه لوړ وو، د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په هغې باندې يې ووژلو.
هغه د هغه دېرشو نه زيات مشهور وو، خو په هغه درېو کښې شامل نۀ وو. داؤد هغه د خپلو ذاتى محافظانو مشر جوړ کړو.
دا هغه سړى دى چې په صِقلاج کښې د داؤد سره په هغه وخت ملګرى شول چې هغه د قيس زوئ ساؤل نه پټېدو. هغوئ د هغه جنګيالو نه وُو چا چې د داؤد په حق کښې جنګ وکړو.