Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 11:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو لوئ سړے چې تقريباً دوه نيم ګزه لوړ وو، د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په هغې باندې يې ووژلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 11:23
6 Iomraidhean Croise  

دا د بناياه د بهادرۍ کارنامې وې چې هغه د هغه درېو په شان مشهور وو.


د فلستيانو سره يو بل جنګ وشو او د يائير زوئ اِلحنان لحمى ووژلو، لحمى د جات د جوليت ورور وو، او د هغۀ د نېزې لاسکے د کوټې د تير هومره مضبوط وو.


عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.


بيا د فلستيانو د خېمو نه يو تکړه سړے راووتلو، هغه سړے د جات وو او نوم يې جوليت وو. هغه د درېو ګزو نه لوړ وو.


داؤد هغۀ له ورمنډه کړه، دپاسه پرې ودرېدو، د جوليت تُوره يې د کاش نه راوُويسته، سر يې ترې نه پرې کړو او هغه يې مړ کړو. کله چې فلستيانو وليدل چې د هغوئ پهلوان مړ شو، نو هغوئ منډه کړه.


د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. او د دې د اوسپنې سر تقريباً اووۀ کلو وو. د هغۀ ډال به هغه فوجى وړلو چې د هغۀ نه مخکښې به روان وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan