20 د يوآب ورور ابيشے د هغه درېو مشهورو کسانو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درې سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او هغوئ يې ووژل او د هغه درېو په شان مشهور شو.
بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“
د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه،
نو بادشاه ابيشى ته وفرمائيل، ”شيبا به مونږ له د ابىسلوم نه زيات مصيبت جوړوى. زما سړى بوځه او په هغۀ پسې لاړ شه، ګنې کېدے شى چې هغه د پَخو دېوالونو والا ښارونه ونيسى او زمونږ نه وتښتى.“
خو د ضروياه زوئ ابيشے د داؤد د مدد دپاره راغلو او په دېو باندې يې حمله وکړه او وې وژلو. بيا د داؤد سړو د داؤد نه لوظ واخستلو چې هغه به بيا هيڅکله د هغوئ سره جنګ له نۀ ځى. هغوئ ووئيل، ”تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره لکه د رڼا اُميد يې او مونږ دا رڼا ختمېدل نۀ غواړُو.“
نو داسې يوآب او د هغۀ ورور ابيشى د ابنير نه بدل واخستلو ځکه چې هغۀ د جبعون په جنګ کښې عساهيل د هغوئ ورور وژلے وو.
او وې فرمائيل، ”دا زۀ هيڅکله نۀ شم څښلے. دا به د دې سړو د وينې څښلو په شان وى چا چې خپل ژوند په خطره کښې واچولو.“ نو هغۀ د دې څښلو نه اِنکار وکړو. دا د هغه درېو تکړه فوجيانو د بهادرۍ کارنامې وې.
هغه د هغه درېو نه زيات مشهور وو او د هغوئ مشر شو، خو هغه په هغه درېو کښې شامل نۀ وو.
د هغۀ دوه لوڼه ضروياه او ابىجيل هم وې. د يَسى د لور ضروياه درې زامن وُو: ابيشى، يوآب او عساهيل.
بيا داؤد د اخيمُلک حِتى او د يوآب ورور ابيشى (د دوئ مور ضروياه وه) نه تپوس وکړو، ”په تاسو دواړو کښې به کوم يو ما سره د ساؤل کېمپ ته لاړ شى؟“ ابيشى ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به درسره لاړ شم.“