Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 11:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 نو هغه درېو مشهورو فوجيانو د فلستيانو په فوجى صفونو کښې لار جوړه کړه، د کوهى نه يې لږې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلے او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 11:18
9 Iomraidhean Croise  

هغه درې مشهور فوجيان د فلستيانو کېمپ ته وردننه شول، د کوهى نه يې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلې، او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې.


د داؤد اوبو ته سخت زړۀ وشو او وې فرمائيل، ”کاش چې څوک ما له د بيت‌لحم دروازې سره نزدې کوهى نه لږې اوبۀ راوړى.“


او وې فرمائيل، ”دا زۀ هيڅکله نۀ شم څښلے. دا به د دې سړو د وينې څښلو په شان وى چا چې خپل ژوند په خطره کښې واچولو.“ نو هغۀ د دې څښلو نه اِنکار وکړو. دا د هغه درېو تکړه فوجيانو د بهادرۍ کارنامې وې.


زما مينه په خپل زړۀ باندې لکه د مهر په شان ولګوه نه، او په خپل لاس باندې ما لکه د مهر په شان ولګوه نه. ځکه چې مينه لکه د مرګ په شان زورَوره ده نه، او د هغۀ غېرت تر عالمِ ارواح پورې رسيږينه، او د مينې د اور شُغلې ډيرې زورَورې دينه.


خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.


خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“


کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بې‌ګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“


نو هغوئ ټول په مصفاه کښې راغونډ شول. هغوئ څۀ اوبۀ راوويستلې او مالِک خُدائ ته يې د يوې نذرانې په توګه توئ کړې او ټوله ورځ يې روژه ونيوله. هغوئ ووئيل، ”مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ نو سموئيل په مصفاه کښې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan