17 د داؤد اوبو ته سخت زړۀ وشو او وې فرمائيل، ”کاش چې څوک ما له د بيتلحم دروازې سره نزدې کوهى نه لږې اوبۀ راوړى.“
په هغه وخت کښې داؤد په يوه پخه مورچه کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيتلحم قبضه کړے وو.
نو هغه درېو مشهورو فوجيانو د فلستيانو په فوجى صفونو کښې لار جوړه کړه، د کوهى نه يې لږې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلے او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې
زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم، زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے.
خو څوک به ما د قلعې پوخ ښار ته داخل کړى؟ څوک به ما ادوم ته ورسوى؟
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
په خوشحالۍ سره به تاسو د خلاصون د چشمې نه اوبۀ راوباسئ.
عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“