14 خو بيا هغه او د هغۀ سړى د پټى په مينځ کښې کلک ودرېدل او فلستيانو له يې شکست ورکړو. مالِک خُدائ هغۀ له يوه لويه فتح ورکړه.
خو هغه ټينګ شو او د فلستيانو سره يې تر دې پورې جنګ وکړو چې لاس يې کار پرېښودو او خپلې تُورې له يې نۀ شو وروړلے. مالِک خُدائ په هغه ورځ باندې لويه فتح وموندله. کله چې دا ختم شو، نو اِسرائيليان اِلىعزر له راواپس شول او د مړو دشمنانو نه يې زغرې وويستلې.
نو د شامى فوج مشر نعمان، د شام د بادشاه يو ډېر عزتمند کس وو، ځکه چې د نعمان په ذريعه مالِک خُدائ شامى فوج له فتح ورکړې وه. هغه يو تکړه فوجى وو، خو د جذام بيمارى يې لرله.
هغه د داؤد په ملګرتيا کښې د فسدميم په جنګ کښې د فلستيانو خِلاف وجنګېدو. کله چې بنى اِسرائيلو د فلستيانو نه تښتېدل شروع کړل نو هغه د اوربشو په يو پټى کښې وو،
يوه ورځ د مشرانو فوجيانو د دېرشو نه درې کسان يو ګټ له لاړل چرته چې داؤد د عدولام غار سره نزدې ايسار وو، چې په دې دوران کښې د فلستيانو يوې فوجى قبيلې د رفائيم په وادۍ کښې خېمې لګولې وې.
هغه چا ته څوک چې بادشاهانو له فتح ورکوى، څوک چې خپل خِدمتګار داؤد ته د وژونکې تُورې نه خلاصون ورکوى.
مالِک خُدائ ورکوى لوئې فتحې خپل بادشاه له، ورکوى نۀ ختمېدونکې مينه خپل غوره شوى له، د تل دپاره داؤد او د هغۀ ټول اولاد له.
آس د جنګ د ورځې دپاره تيارولے شى، خو کاميابى د مالِک خُدائ په لاس کښې ده.
د بيتآون نه اخوا پورې ورسره جنګېدل. مالِک خُدائ په هغه ورځ بنى اِسرائيليان بچ کړل.
کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بېګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“