13 هغه د داؤد په ملګرتيا کښې د فسدميم په جنګ کښې د فلستيانو خِلاف وجنګېدو. کله چې بنى اِسرائيلو د فلستيانو نه تښتېدل شروع کړل نو هغه د اوربشو په يو پټى کښې وو،
خو هغه ټينګ شو او د فلستيانو سره يې تر دې پورې جنګ وکړو چې لاس يې کار پرېښودو او خپلې تُورې له يې نۀ شو وروړلے. مالِک خُدائ په هغه ورځ باندې لويه فتح وموندله. کله چې دا ختم شو، نو اِسرائيليان اِلىعزر له راواپس شول او د مړو دشمنانو نه يې زغرې وويستلې.
خو بيا هغه او د هغۀ سړى د پټى په مينځ کښې کلک ودرېدل او فلستيانو له يې شکست ورکړو. مالِک خُدائ هغۀ له يوه لويه فتح ورکړه.
فلستيان د يهوداه په ښار شوکه کښې د جنګ دپاره راغونډ شول، هغوئ د شوکه او عزيقه په مينځ کښې په يو ځائ کښې کېمپ ولګولو چې نوم يې اِفسدميم وو.