Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 11:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 وړومبے د حکمون د قبيلې يسوبعام وو چې د هغه ”درېو آفسرانو“ مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درې سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او هغه ټول يې په يو جنګ کښې ووژل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 11:11
3 Iomraidhean Croise  

د داؤد د مشهورو فوجيانو نومونه دا دى: وړومبے د تحُکمون يوشيب بيشبت وو، کوم چې د درېو مشر وو، هغۀ د خپلې نېزې سره د اتو سوو خِلاف جنګ وکړو او هغوئ ټول يې په يو جنګ کښې ووژل.


د خُدائ پاک روح د هغوئ په يو کس عماسى باندې راغلو، چې هغه وروستو د هغه دېرشو مشر شو او هغۀ چغه ووهله، ”د يَسى زوئ داؤده، مونږ ستا يُو. کاميابى دې ستا او د هغوئ وى چې څوک ستا مدد کوى. ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ داؤد هغوئ ته په خېر راغلے ووئيلو او په خپل لښکر يې آفسران جوړ کړل.


دا د هرې مياشتې دپاره فوجى آفسران وُو: اوله مياشت، د زبدى‌اېل زوئ يسوبعام چې هغه د فارص د قبيلې يو کس وو، چې دا د يهوداه قبيلې يوه حِصه ده. دوېمه مياشت، د اخوحى اولاد دودى. مِقلوت په هغۀ پسې دوېم مشر وو. درېمه مياشت، د يهويدع اِمام زوئ بناياه، دا د هغه قبيلې مشر وو چې ”دېرش ګون“ بللے شوه. د هغۀ زوئ عميزباد د هغۀ نه پس د دې قبيلې مشر جوړ شو. څلورمه مياشت، د يوآب ورور عساهيل. د هغۀ نه پس د هغۀ زوئ زبدياه مشر جوړ شو. پينځمه مياشت، د اِضهار د قبيلې نه سمهُوت. شپږمه مياشت، د تقوع د عقيس زوئ عيرا. اوومه مياشت، د فلون د علاقې نه د اِفرائيم د قبيلې نه خلص. اتمه مياشت، د حوسه سِبکى. هغه د زارح د قبيلې وو، چې د يهوداه د قبيلې يوه برخه وه. نهمه مياشت، د بنيامين قبيلې په علاقه کښې د عنتوت نه ابيعزر. لسمه مياشت، د نطوفاتى مهرى. هغه د زارح د قبيلې کس وو. يوولسمه مياشت، د اِفرائيم په علاقه کښې د فِرعاتون نه بناياه. دولسمه مياشت، د نطوفاتى خلدى. هغه د عتنى‌اېل اولاد وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan