Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 11:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 د داؤد د تکړه فوجيانو مشران دا دى. ټولو بنى اِسرائيلو په شريکه دا فېصله وکړه چې داؤد خپل بادشاه جوړ کړى لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 11:10
13 Iomraidhean Croise  

ابنير داؤد ته ووئيل، ”ما پرېږده چې اوس زۀ لاړ شم او ټول بنى اِسرائيليان زما نېک يعنې بادشاه له راغونډ کړم چې تا سره تړون وکړى. هغوئ به تا بادشاه ومنى، نو بيا به تا ته هغه څۀ مِلاو شى چې تا څۀ غوښتل او په ټول مُلک به بادشاهى کوې.“ نو داؤد ابنير پرېښودو او هغه په خېر سره لاړو.


نو د بنى اِسرائيلو ټول مشران په حبرون کښې داؤد له راغلل. هغۀ د مالِک خُدائ په مخکښې د هغوئ سره يو لوظ وکړو. هغوئ د مقررولو دپاره په هغۀ باندې تېل واچول او هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د سموئيل په ذريعه وعده کړې وه.


هغوئ د هغه ډلو خِلاف د داؤد ملګرتيا وکړه چې څوک ډاکوان وُو، ځکه چې هغوئ ټول تکړه جنګيالى وُو او د هغۀ د لښکر مشران وُو.


کله چې داؤد په حبرون کښې وو، نو ډېر تکړه فوجيان د هغۀ په لښکر کښې ملګرى شول د دې دپاره چې د ساؤل په ځائ يې بادشاه جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه. د هغوئ شمېر داسې وو: يهوداه: شپږ زره او اتۀ سوه ښۀ وسله بند سړى، چې ډالونه او نېزې ورسره وې، شمعون: اووۀ زره او سل ښۀ تکړه سړى، ليوى: څلور زره او شپږ سوه سړى، د هارون اولاد، د يهويدع ډله: درې زره او اووۀ سوه سړى، په دې کښې يو بهادر جنګيالے زلمے صدوق هم شامل وو، سره د هغۀ د دوويشتو خپلوانو چې ټول آفسران وُو، بنيامين چې د ساؤل خپله قبيله وه: درې زره سړى (د بنيامين زيات خلق د ساؤل وفادار پاتې شوى وُو)، اِفرائيم: شل زره او اتۀ سوه تکړه سړى چې په خپلو ډلو کښې مشهور وُو، نمر پرېواتۀ طرف ته منسى: اتلس زره سړى چې د داؤد د بادشاه جوړولو دپاره خوښ کړے شول، يساکار: دوه سوه سړى، سره د هغه سړو چې د هغوئ د مشرۍ لاندې وُو (دا مشران په حالاتو او واقعاتو باندې پوهېدل او هغوئ ته پته وه چې بنى اِسرائيلو له څۀ کول په کار دى)، زبولون: پنځوس زره وفادار او داسې اعتبارى سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل، نفتالى: يو زر مشران، سره د اوو دېرشو زرو سړو چې په ډالونو او نېزو باندې وسله بند وُو، دان: اتۀويشت زره او شپږ سوه تکړه سړى، آشر: څلوېښت زره سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته قبيلې، روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى: يو سل او شل زره سړى چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل.


دا ټول فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، حبرون ته لاړل. د هغوئ اراده دا وه چې داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړى. نو د ټولو بنى اِسرائيلو په دې خبره باندې اتفاق وو.


هغوئ هلته د داؤد سره درې ورځې تېرې کړې، د هغه مېلمستيا نه يې خوړل څښل کول چې د هغوئ خپلوانو ورله تيار کړے وو.


دا د بنى اِسرائيلو د وړو او غټو آفسرانو، او د نورو فوجى آفسرانو تفصيل دے چا چې د بادشاهۍ د فوجى ډلو مشرى کوله. د هرې قبيلې څليريشت زره فوجيانو د کال په يوه مياشت کښې فوجى خِدمت کولو.


داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې په يروشلم کښې راغونډ شئ. نو د قبيلو ټول آفسران، هغه آفسران چا چې د بادشاهۍ اِنتظام کولو، د فوجى ډلو مشران، د بادشاه او د هغۀ د زامنو د جائيداد او د څاروو ذمه وار کسان، د محل ټول آفسران، تکړه فوجيان او نور بهادر سړى په يروشلم کښې راغونډ شول.


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan