1 بيا ټول بنى اِسرائيليان په حبرون کښې داؤد له لاړل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو.
لابن ووئيل، ”په رښتيا سره، تۀ زما خپله وينه يې.“ يعقوب هلته پوره مياشت ايسار شو.
خو هغۀ په پټه باندې د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”کله چې تاسو د بيګل آواز واورئ نو په چغو ووايئ چې ابىسلوم په حبرون کښې بادشاه جوړ شوے دے.“
د دې نه پس، داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې د يهوداه يو ښار قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، لاړ شه.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”کوم يو قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”حبرون.“
څلوېښت کاله هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه وو، اووۀ کاله يې په حبرون کښې او درې دېرش کاله يې په يروشلم کښې بادشاهى وکړه.
هغوئ اول د هغه مُلک جنوبى برخې ته ننوتل او حبرون ته راغلل، چرته چې د اخيمان، سيسى او تلمى قبيلې اوسېدلې چې هغوئ عناقيان وُو او د دېوانو د نسل اولاد وو. حبرون د مِصرى ښار ضُعن نه اووۀ کاله مخکښې آباد کړے شوے وو.
ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو.
ګورئ، کوم سړے چې د بادشاهۍ دپاره تاسو غوره کوئ نو چې هغه مالِک خُدائ هم غوره کړے وى. نو په کار دے چې هغه ستاسو د خپل قوم نه وى، يو مسافر خپل بادشاه مۀ جوړَوئ.
چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا کۀ صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابىمَلِک ستاسو خپله وينه ده.“