Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 10:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 هغوئ د ساؤل سر پرې کړو، د هغۀ نه يې زغره کولاو کړه او د هغوئ سره يې ټولو فلستيانو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو معبودانو او خپلو خلقو ته دا زېرے واوروى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 10:9
9 Iomraidhean Croise  

په جات کښې دا اِعلان مۀ کوه او د اسقلون په کوڅو کښې هم دا اِعلان مۀ کوه. د فلستيانو ښځې مۀ خوشحالوه، د غېرو قومونو لوڼه مۀ خوشحالوه.


هغوئ د هغۀ وسله په خپله يوه عبادتخانه کښې کېښوده او د هغۀ سر يې د خپل خُدائ دجون په عبادتخانه کښې راځوړند کړو.


نو هغه زلمى ته يې ووئيل چې کوم د هغۀ وسله وړله، ”خپله تُوره راوباسه او ما پرې ووهه، ګنې هغه ناسنته کسان به راشى او زما بې‌عزتى به کوى.“ خو زلمے يرېدو او داسې يې نۀ کول، نو ساؤل خپله تُوره واخسته او په هغې باندې يې ځان وروغورزولو.


په ورپسې ورځ، فلستيان د مړو لوټ کولو له لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه وموندل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.


بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى.


نو د هغۀ سر يې په تالى کښې ورله راوړو او جينۍ له يې ورکړو او هغې خپلې مور له يوړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan