Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 10:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 په کار خو دا وُو چې د مالِک خُدائ نه يې مشوره اخستې وے. نو مالِک خُدائ هغه ووژلو او د بادشاهۍ اختيار يې د يَسى زوئ داؤد له ورکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 10:14
18 Iomraidhean Croise  

نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.


کله چې داؤد په حبرون کښې وو، نو ډېر تکړه فوجيان د هغۀ په لښکر کښې ملګرى شول د دې دپاره چې د ساؤل په ځائ يې بادشاه جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه. د هغوئ شمېر داسې وو: يهوداه: شپږ زره او اتۀ سوه ښۀ وسله بند سړى، چې ډالونه او نېزې ورسره وې، شمعون: اووۀ زره او سل ښۀ تکړه سړى، ليوى: څلور زره او شپږ سوه سړى، د هارون اولاد، د يهويدع ډله: درې زره او اووۀ سوه سړى، په دې کښې يو بهادر جنګيالے زلمے صدوق هم شامل وو، سره د هغۀ د دوويشتو خپلوانو چې ټول آفسران وُو، بنيامين چې د ساؤل خپله قبيله وه: درې زره سړى (د بنيامين زيات خلق د ساؤل وفادار پاتې شوى وُو)، اِفرائيم: شل زره او اتۀ سوه تکړه سړى چې په خپلو ډلو کښې مشهور وُو، نمر پرېواتۀ طرف ته منسى: اتلس زره سړى چې د داؤد د بادشاه جوړولو دپاره خوښ کړے شول، يساکار: دوه سوه سړى، سره د هغه سړو چې د هغوئ د مشرۍ لاندې وُو (دا مشران په حالاتو او واقعاتو باندې پوهېدل او هغوئ ته پته وه چې بنى اِسرائيلو له څۀ کول په کار دى)، زبولون: پنځوس زره وفادار او داسې اعتبارى سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل، نفتالى: يو زر مشران، سره د اوو دېرشو زرو سړو چې په ډالونو او نېزو باندې وسله بند وُو، دان: اتۀويشت زره او شپږ سوه تکړه سړى، آشر: څلوېښت زره سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته قبيلې، روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى: يو سل او شل زره سړى چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل.


زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى. زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساؤل نه لرې کړه، چې هغه ما د دې دپاره لرې کړو چې تۀ بادشاه شې.


د خپلې بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال آسا د پښو د يو سخت مرض په وجه شل شو، خو بيا هم هغه مالِک خُدائ ته د مدد دپاره ور ونۀ ګرځېدو او صرف طبيبانو له لاړو.


کۀ چرته يو انسان د ښو په بدل کښې بد کوى، نو د هغۀ د کور نه به هيڅکله بدى ختمه نۀ شى.


خو مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې يو تبر دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه دے چې څوک دا تبر استعمالوى؟ ولې يو آرا دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه ده چې څوک دا استعمالوى؟ يوه چُوکه سړے نۀ راپورته کوى بلکې سړے چُوکه راپورته کوى.“


خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى.


بنى اِسرائيلو د هغوئ څۀ روټۍ واخستله، خو هغوئ د مالِک خُدائ سره د دې په حقله مشوره ونۀ کړه.


خو اوس به ستا بادشاهى ختمه شى. ځکه چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده، مالِک خُدائ يو داسې سړے لټولے دے چې د هغۀ خوښ وو او هغه يې د خپلو خلقو بادشاه مقرر کړے دے.“


سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ نن ستا نه د بنى اِسرائيلو بادشاهى لرې کړې ده او هغه چا له يې ورکړې ده چې هغه ستا نه ښۀ دے.


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


مالِک خُدائ تا سره هغه څۀ کړى دى چې هغۀ زما په ذريعه تا ته فرمائيلى وُو. هغۀ ستا نه بادشاهى اخستې ده او داؤد له يې ورکړې ده.


نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې څۀ وکړم. خو مالِک خُدائ بېخى جواب ورنۀ کړو، نۀ د خوبونو په ذريعه، نۀ د اُوريم او تميم استعمالولو او نۀ د پېغمبرانو په ذريعه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan