13 ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.
هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.
هيڅکله شرمنده به نۀ شى هغه څوک چې کوى يقين په تا، خو شرميږى به هغوئ چې د نورو سره کوى دوکه.
څوک چې تا نه لرې دى هغوئ به تباه شى، او هغوئ چې تا سره وفادار نۀ وى نو تباه به شى.
کومه ښځه چې کوډې کوى هغه ژوندۍ مۀ پرېږدئ.
خو بدعمله به د هغه مُلک نه وشړلے شى، او غداران به ترې د بېخ نه وويستلے شى.
مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.
کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“
د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم.
”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله.
دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج يې فرمائى، چې زۀ به عماليقيانو له سزا ورکړم ځکه چې بنى اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راتلل نو هغوئ ورته لاره نيولې وه.
د هغۀ خِلاف سرکشى د تور جادو په شان خراب کار دے او غرور د بُت پرستۍ هومره ګناه لرى. تا د هغۀ حُکم نامنظوره کړو نو ځکه هغۀ تۀ د بادشاه په توګه نامنظوره کړې يې.“
نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې څۀ وکړم. خو مالِک خُدائ بېخى جواب ورنۀ کړو، نۀ د خوبونو په ذريعه، نۀ د اُوريم او تميم استعمالولو او نۀ د پېغمبرانو په ذريعه.