10 هغوئ د هغۀ وسله په خپله يوه عبادتخانه کښې کېښوده او د هغۀ سر يې د خپل خُدائ دجون په عبادتخانه کښې راځوړند کړو.
کله چې د يبيس خلقو په جِلعاد کښې دا واورېدل چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى وُو،
هغوئ د ساؤل سر پرې کړو، د هغۀ نه يې زغره کولاو کړه او د هغوئ سره يې ټولو فلستيانو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو معبودانو او خپلو خلقو ته دا زېرے واوروى.
بيا هغوئ د هغۀ وسلې د عستارات په بُتخانه واچولې او هغوئ د هغۀ لاش د بيتشان ښار په دېوال پورې په مېخونو ټک وهلو.