اول تواريخ 1:37 - Pakistani Yousafzai Pashto37 د رعواېل اولاد نحت، زارح، سمه او مِزه وو. Faic an caibideil |
د ادوم اولنى اوسېدونکى د سعير د دې زامنو اولاد وو: لوطان د حورى او هومام قبيلو پلار نيکۀ وو. د لوطان يوه خور وه چې نوم يې تمنع وو. سوبل د علوان، مانحت، عيبال، سفو او اونام ډلو پلار نيکۀ وو. د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. عنه د ديسون پلار وو او ديسون د حمران، اشبان، يتران او کِران ډلو پلار نيکۀ وو. ايصر د بِلهان، زعوان او يعقان ډلو پلار نيکۀ وو. ديسان د عُوض او اران ډلو پلار نيکۀ وو.