36 د اليفز اولاد دا وو: تيمان، اومر، صفو، جعتام، قنز او عماليق. د عماليق مور تمنع وه.
د عِيسو زامن اليفز، رعواېل، يعوس، يعلام او قورح وُو.
د رعواېل اولاد نحت، زارح، سمه او مِزه وو.
قنز، تيمان، مِبصار،
نو بيا هغې منصوبې ته غوږ شه کومه چې مالِک خُدائ د ادوم په خلاف جوړه کړې ده، او څۀ چې هغه د تيمان د خلقو سره کول غواړى. د هغوئ د رمې نه به واړۀ ګډورى راکاږى او هغه به په پوره توګه د هغوئ د څرن ځائ د دوئ په وجه وران کړى.
د ادوميانو په حقله مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”ولې په تيمان کښې نور حکمت او عقل نشته څۀ؟ آيا هوښياران ورته صحيح مشوره نۀ شى ورکولے څۀ؟ ولې د هغوئ عقل خوړلے شوے دے څۀ؟
نو زۀ به په تيمان اور نازل کړم او دا به د بُصره قلعه ګانې تباه کړى.“
اے تيمانه، ستا جنګيالى به ويريږى، او د ادوم په غرونو کښې هر يو کس به حلال کړے شى.
خُدائ پاک د تيمان نه راروان دے، د فاران د غرونو نه هغه مقدس ذات راروان دے. د هغۀ د شان او شوکت نه آسمانونه ډک شوى دى او د هغۀ ثناء صِفت زمکه ډکه کړې ده.