3 يارد د حنوک پلار وو او حنوک د مِتهوشله پلار وو، مِتهوشله د لمک پلار وو،
قېنان د محللاېل پلار وو، محللاېل د يارد پلار وو.
او لمک د نوح پلار وو. د نوح درې زامن وُو، شيم، حام او يافت.
د ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکې آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ونۀ موندلو ځکه چې خُدائ پاک هغه بره اوچت کړے وو، ځکه چې د هغۀ د پورته کېدو نه مخکښې دا ګواهى ورکړے شوه چې د هغۀ نه خُدائ پاک راضى دے.
حنوک هم چې د آدم نه په اوومه پيړۍ کښې وو، د دوئ په باب کښې پېشګوئې وکړه او وئ فرمائيل چې، ”ګورئ، مالِک د خپلو زرګونو فرښتو سره راروان دے