صفنياه 3 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرېم باب د يروشلم مستقبل 1 افسوس د ظالمانو په ښار چې سرکشه او ناپاکه دے. 2 هغه د هيچا تابعدارى نۀ کوى، هغه تربيت نۀ قبلوى. هغه په مالِک خُدائ يقين نۀ کوى، هغه خپل خُدائ پاک ته نزدې نۀ راځى. 3 د دې آفسران غړمبېدونکى زمرى دى، د دې حکمرانان د ماښام ليوانو په شان دى، څوک چې تر سحر پورې خپل ټول ښکار خورى. 4 د دې پېغمبران کبرژن دى، هغوئ غداران دى، د هغې اِمامان د مقدسو ځايونو بېحرمتى کوى او د شريعت نافرمانى کوى. 5 مالِک خُدائ په هغه ښار کښې دے هغه صادق دے، هغه هيڅ بېاِنصافى نۀ کوى. هغه هر سحر اِنصاف کوى او هره ورځ خپل اِنصاف قائم ساتى. خو بدعمله خلق هيڅ په شرم نۀ پوهيږى. 6 ”ما قومونه ختم کړل، د هغوئ قلعه ګانې مې تباه کړې، ما د هغوئ کوڅې ويجاړې کړې، په هغې کښې څوک تګ راتګ نۀ کوى. د هغوئ ښارونه خالى شوى دى، هيڅ څوک به په کښې پاتې نۀ شى، يو هم نه. 7 ما ښار ته ووئيل، يقيناً به تۀ زما نه وويرېږې او زما تربيت به قبول کړې. بيا به د هغۀ د اوسېدو ځائ تباه نۀ شى، لکه څنګه چې زما د هغۀ خلاف منصوبه وه. خو د هغوئ اوس هم دا شوق دے چې هغه ټولې بدعملۍ چې کومې يې مخکښې کولې وکړى.“ 8 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په دې وجه ما ته انتظار وکړئ، په کومه ورځ چې زۀ به ښکار ونيسم. ما فېصله کړې ده چې قومونه راغونډ کړم، بادشاهۍ رايوځائ کړم، او خپل قهر او سخته غصه پرې نازله کړم. زما د غېرتى قهر په اور به ټوله دُنيا وسوزى. 9 بيا به زۀ د خلقو خبرې پاکې کړم، چې هغوئ ټول د مالِک خُدائ نوم واخلى او اوږه په اوږه د هغۀ خِدمت وکړى. 10 د ايتهوپيا د سيندونو بل طرف نه به زما عبادت کوونکى، زما خوارۀ وارۀ خلق، ما له نذرانې راوړى. 11 په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې. 12 خو زۀ به په تا کښې خاکساره او عاجز خويه خلق پرېږدم، څوک چې د مالِک خُدائ په نوم يقين کوى. 13 د بنى اِسرائيلو ژوندى پاتې خلق به غلط کار نۀ کوى، هغوئ به دروغ نۀ وائى، او نۀ به د هغوئ په ژبه دوکه وى. هغوئ به خورى څښى او آرام به کوى او هيڅ څوک به هغوئ نۀ يروى.“ د خوشحالۍ سندره 14 سندرې ووايه، اے د صيون لورې، په زوره چغې ووهه، اے بنى اِسرائيله. خوشحاله شه او په خپل پوره زړۀ سره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. 15 مالِک خُدائ ستاسو سزا ختمه کړې ده، هغۀ ستاسو دشمنان واپس کړل. مالِک خُدائ، د اِسرائيل بادشاه، ستاسو مل دے، تاسو به بيا هيڅکله د څۀ نقصان نه نۀ يرېږئ. 16 په هغه ورځ به هغوئ يروشلم ته ووائى چې، ”يرېږه مه، اے صيونه، پرى نۀ ږدئ چې ستا لاسونه کمزورى پاتې شى. 17 مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى. 18 زۀ به هغوئ ستاسو نه لرې کړم څوک چې د مقرر شوى اخترونو په وجه غمژن وُو نو دا به نور ستاسو دپاره د شرم سبب نۀ وى. 19 په هغه وخت به زۀ معامله وکړم هغوئ ټولو سره چې په تا يې ظلم زياتے کړے دے، زۀ به ګوډيان بچ کړم او هغوئ به راغونډ کړم چې څوک خوارۀ وارۀ شوى دى. زۀ به هغوئ له عزت او جلال ورکړم، په هر مُلک کښې چرته چې دوئ رسوا شوى وُو. 20 په هغه وخت به زۀ تاسو راغونډ کړم، په هغه وخت به زۀ تاسو خپلو کورونو ته راولم. زۀ به تاسو ته د دُنيا په ټولو خلقو کښې عزت او جلال درکړم، زۀ به تاسو ستاسو د خپلو سترګو د وړاندې بيا آباد کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society