Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

صفنياه 2 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوېم باب توبه ويستل

1 اے بې‌شرمه قومه، يو ځائ راغونډ شئ، يو ځائ شئ،

2 د دې نه مخکښې چې مقرر وخت راشى او هغه ورځ مو لکه د بوسو په شان ورک کړى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ سخت قهر په تاسو نازل شى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ د غضب ورځ په تاسو راشى.

3 مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ. شايد چې تاسو د مالِک خُدائ د قهر په ورځ پټ کړے شئ.


د بنى اِسرائيلو د دشمنانو خلاف قضاوت

4 غزه به پرېښودلے شى او اسقلون به شاړ او ويجاړ پاتې شى. په نيمه ورځ کښې به اشدود خالى شى او عقرون به د بېخ نه وويستلے شى.

5 په تاسو دې افسوس وى څوک چې د سمندر په غاړ اوسېږئ، اے د چريتيانو خلقو، د مالِک خُدائ کلام ستاسو خلاف دے، اے کنعانه، د فلستيانو زمکې. زۀ به تا تباه کړم، او هيڅوک به باقى پاتې نۀ شى.

6 د سمندر غاړه به د شپونکو د څرن ځائ او د ګډو شپول وى.

7 دا به د يهوداه د پاتې شوى قوم په قبضه کښې وى، هلته به هغوئ ته د څرن ځائ مِلاو شى. په ماښام کښې به هغوئ د اسقلون په کورونو کښې څملى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به د هغوئ غمخور وى، هغه به هغوئ بيا د غلامۍ نه واپس راولى.

8 ”ما د موآب بې‌عزتى او د عمونيانو پيغورونه واورېدل، چا چې زما د خلقو بې‌عزتۍ وکړې او د هغوئ د مُلک خلاف يې دهمکيانې ورکړې.

9 نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“

10 دا هغه څۀ دى چې دوئ ته به د خپل غرور په بدله کښې او د مالِک خُدائ ربُ الافواج د قوم د بې‌عزتۍ او خندا په وجه مِلاو شى.

11 مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى.

12 ”اے د ايتهوپيا خلقو، تاسو به هم زما په تُوره ووژلے شئ.“

13 هغه به خپل لاس اوږد کړى د شمال خلاف او اسور به تباه کړى، نينوه به شاړ او ويجاړ کړى او لکه د صحرا په شان به يې اوچ کړى.

14 څاروى او رمې او هر قسمه مخلوق به هلته آرام کوى. ګونګى به د دې د ستنو په سر کښې جالې جوړې کړى. د دوئ چغې به د کړکو نه دننه راځى، ملبه به د دې په دُرشلونو کښې وى، خلق به د دې دِيار تيرونه وزغلوى.

15 دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan