زکرياه 9 - Pakistani Yousafzai Pashtoنهم باب د بنى اِسرائيلو د دشمنانو عدالت 1 د مالِک خُدائ پېغام د حدرک د مُلک خلاف دے او دا به په دمشق نازل شى، ځکه چې د خلقو او د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو سترګې مالِک خُدائ ته دى. 2 او حمات ته هم چې د دې سره يې سرحدونه دى، او په صور او صيدا هم اګر کۀ هغوئ ډېر ماهران دى. 3 د صور خلقو ځان دپاره پخه قلعه جوړه کړه، او هغې سپين زر لکه د خاورې ډيرى، او سرۀ زر يې لکه د کوڅو د ګندونو په شان راغونډ کړل. 4 خو مالِک خُدائ به د دې ملکيت قبضه کړى. او د دې ټول قدرت به په سمندر کښې تباه کړى، او دا به په اور وسوزولے شى. 5 د اسقلون ښار به دا وګورى او وبه يريږى. غزه به د يرې نه په لړزان شى. او عقرون به هم، ځکه چې د هغې اُميد به ختم شى. د غزه بادشاه به مړ شى او اسقلون به شاړ شى. 6 پردى خلق به اشدود قبضه کړى، او زۀ به د فلستيانو غرور ختم کړم. 7 زۀ به د هغوئ د خُلو نه د وينو ډکه غوښه راکاږم، او د هغوئ د غاښونو نه به حرامه قربانى راوباسم. او ژوندى پاتې شوى فلستيان به زمونږ د مالِک خُدائ عبادت وکړى او د يهوداه د يوې قبيلې په شان به شى. د عقرون فلستيان به زما خلقو سره يوځائ شى، لکه څنګه چې پخوانى يبوسى يو ځلى يوځائ شوى وُو. 8 نو زۀ به د حمله کوونکى لښکر خلاف د خپل کور حِفاظت کوم. زما په خلقو به بيا هيڅکله ظالمان راونۀ خېژى، ځکه چې زۀ اوس په خپله د دې حفاظت کوم. د صيون د بادشاه راتلل 9 ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې. 10 زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى. 11 اے زما قومه، ما تاسو سره لوظ وکړو او د هغې تصديق د قربانۍ وينې سره وشو، د دې دپاره چې زۀ به ستاسو قېديان د اوچ کندو نه آزاد کړم. 12 خپلې قلعې ته په اُميد سره واپس راشئ، اے قېديانو، زۀ هم اوس اعلان کوم چې تاسو به زۀ يو په دوه بيا آباد کړم. 13 زۀ به يهوداه داسې راکاږم لکه څنګه چې زۀ خپله د غشى لينده راکاږم او د اِفرائيم نه به يې لکه د غشو ډک کړم. زۀ به ستا زامن، اے صيونه، د يونان د زامنو خلاف راپاروم، او تا نه به د جنګيالى تُوره جوړه کړم. 14 بيا مالِک خُدائ به د هغوئ دپاسه راښکاره شى، د هغۀ غشى به لکه د برېښنا په شان ځليږى. مالِک خُدائ ربُ الافواج به بيګل وغږوى، هغه به د جنوب طرف طوفان کښې راشى. 15 او مالِک خُدائ ربُ الافواج به د هغوئ حِفاظت کوى، هغوئ به دشمنان تباه کړى او په هغوئ به د ليندو کاڼو سره غالب شى. هغوئ به د شرابيانو په شان شور کوى، هغوئ به لکه د هغه جام په شان ډک وى چې د قربانګاه په ګوټونو د وينې شيندلو دپاره استعماليږى. 16 مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په هغه ورځ د خپلو خلقو د شپونکى په توګه بچ کړى. هغوئ به د هغۀ په مُلک کښې لکه د تاج د قيمتى کاڼو په شان ځليږى. 17 هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society