Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زکرياه 7 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوؤم باب اِنصاف او رحم، روژه نه

1 د داريوس د سلطنت په څلورم کال، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه نازل شو د نهمې مياشتې په څلورمه ورځ د کِسليو په مياشت کښې.

2 د بيت‌ايل خلقو شراضر او رجم‌مِلک سره د خپلو سړو ولېږل، چې مالِک خُدائ ته زارى وکړى

3 چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور د اِمامانو او پېغمبرانو نه تپوس وکړى چې، ”آيا مونږ ماتم وکړُو او روژه ونيسو په پينځمه مياشت کښې، لکه څنګه چې مونږ دا د ډېرو کالونو نه کوُو؟“

4 بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو،

5 ”د دې مُلک د ټولو خلقو نه او اِمامانو نه پوښتنه وکړه، کله چې تاسو روژه نيوله او ماتم مو په پينځمه او اوومه مياشت کښې د تېرو اويا کالو راسې کولو، آيا دا روژې په حقيقت تاسو زما دپاره نيولې؟

6 او کله چې تاسو خوراک څښاک کولو، آيا دا تاسو د ځان دپاره نۀ کولو؟

7 آيا دا هغه کلام نۀ دے چې ما مالِک خُدائ فرمائيلى وُو د وړومبيو پېغمبرانو په ذريعه کله چې په يروشلم او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې سکون او برکت وو، او نجب او د مغربى غرونو لمنې ښۀ آبادې وې؟“


د نافرمانۍ په وجه جلاوطنى

8 او د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام بيا په زکرياه نازل شو،

9 ”دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، په رښتيا سره اِنصاف کوئ، يو بل سره رحم او مينه کوئ.

10 په کونډو، يتيمانو، په پردو او غريبانانو ظلم زياتے مۀ کوئ. په خپلو زړونو کښې يو بل ته شېطانى سوچونه مۀ کوئ.

11 خو هغوئ په دې غور کولو نه اِنکار وکړو، او په سرکشۍ سره يې ورته شا کړه او خپل غوږونه يې بند کړل.

12 هغوئ خپل زړونه لکه د هيرې سخت کاڼى په شان سخت کړل او هغوئ هغه حکمونو يا تعليماتو ته توجو نۀ ورکوله چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپل روح نه د پخوانو پېغمبرانو په ذريعه رالېږلى وُو، نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج سخت په قهر شو.

13 کله چې ما ورته آواز وکړو، نو هغوئ نۀ اورېدلو، او نو اوس کله چې هغوئ آواز وکړى، نو زۀ به يې نۀ اورم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

14 ما هغوئ د طوفان په ذريعه په لرى قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړل، چرته چې هغوئ لکه د پردو په شان اوسېدل. د هغوئ مُلک وران ويجاړ پروت وُو او د هغوئ نه پس ورته څوک نۀ شو راتلے. نو دغه شان د هغوئ خپل ښکلے مُلک په صحرا بدل شو.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan