تيطوس 3 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرېم باب د نېکو کارونو ساتنه کوه 1 ايماندارانو ته دا خبره ورياده کړه چې د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو فرمانبردارى دې کوى او د هر نېک کار دپاره دې تيار وى. 2 د چا بد دې نۀ وائى، بحث مباحثه دې نۀ کوى بلکې نرم مزاج دې وى، او د هر چا سره دې ډېر په ادب خبرې کوى. 3 ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو. 4 خو کله چې زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک فضل او د انسان سره د هغۀ مينه څرګنده شوله، 5 نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. 6 خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو، 7 نو د هغۀ د فضل په وسيله مونږ صادقان شُو او د تل ژوندون د اُميد وارثان شُو. 8 دا قابل اعتماد خبره ده او زۀ غواړم چې تۀ د دې خبرو تاکيد وکړې چې څوک په خُدائ پاک ايمان راوړى هغوئ دې خپل ځانونه په احتياط سره نېکو کارونو ته وقف کړى. دا خبره بهتره ده او د ټولو خلقو دپاره ګټوره ده. 9 خو د بېوقوفۍ د بحثونو، د شجرو او جګړو او د شريعت جنګونو نه ځان ساته، ځکه چې دا فضول او بېفائدې دى. 10 د يو او دوه ځله نصيحت ورکولو نه پس د هر هغه چا سره تعلق ختم کړه څوک چې بېاتفاقى جوړوى. 11 ځکه چې تا ته پته ده چې داسې کس ګمراه شوے دے او ګناه ګار دے او خپل ځان يې مجرم کړے دے. آخرى نصيحتونه او سلامونه 12 ما دا اراده وکړه چې تاسو ته ارتِماس يا تخيکوس درولېږم. نو چې په دوئ دواړو کښې هر يو درورسيږى نو چې ما سره مِلاو شئ ځکه چې ما په نيکوپوليس کښې د ژمې تېرولو فېصله کړې ده. 13 نو زيناس وکيل او د اپولوس په راتلو کښې د هغوئ هر رنګه مدد وکړئ، او خيال کوئ چې هغوئ ته د څۀ څيز کمے رانۀ شى. 14 زمونږ خلق دې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړى، د دې دپاره چې د ضرورتمندو خلقو حاجتونه سمدستى پوره شى نو چې ژوند بېفائدې نۀ شى. 15 هغه ټول ملګرى چې ما سره دى تاسو ته سلام وائى. هغوئ ته هم زمونږ سلام وايه چې په ايمان کښې مونږ سره مينه کوى. په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society