تيطوس 2 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوېم باب صحيح تعليم ورکول 1 خو تۀ هغه تعليم ورکوه کوم چې د صحيح عقيدې په مطابق وى، 2 بوډاګانو سړو ته ووايه چې هغوئ دې پرهيزګاره، دروند خوى لرونکى او شريف وى، او د هغوئ ايمان دې کلک وى، د مينې او صبر نه دې ډک وى. 3 هم دغه شان زړو ښځو ته ووايئ چې حياداره دروند چال چلن دې کوى، هغوئ دې نۀ غېبت کوى او نۀ دې شرابى وى، هغوئ دې نورو ته د ښو خبرو تعليم ورکوى، 4 نو چې هغوئ ځوانانو ښځو ته دا ورزده کړى چې د خپلو خاوندانو او د خپلو بچو سره مينه کوى، 5 او هغوئ دې شريفې، پاک لمنې او د کور ښۀ کار کوونکې او مهربانى کوونکې او د خپلو خاوندانو تابعدارې دې وى، نو د دې دپاره چې د خُدائ پاک کلام بدنام نۀ شى. 6 په زلمو هم دغه شان زور راوړه چې هغوئ دې تقوىٰ دار وى. 7 په ټولو خبرو کښې خپل ځان د نېکو کارونو يو مثال جوړ کړه، او په خپل تعليم کښې پاکوالے او دروندوالے ښکاره کړه. 8 او د حقيقت تعليم داسې ورکړه چې څوک هم په کښې څۀ وئيلے نۀ شى، بيا به هر هغه څوک چې زمونږ مخالفت کوى شرمنده شى او بيا به د هغوئ سره زمونږ په حقله د وئيلو دپاره څۀ اِلزام نۀ وى. 9 غلامانو ته ووايه چې د خپلو مالِکانو حُکم دې منى او په هره خبره کښې دې هغوئ خوشحاله ساتى او د هغوئ سره دې بحث نۀ کوى، 10 غلا دې نۀ کوى بلکې پوره وفادار دې وى نو چې د دوئ هره خبره زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک د تعليم ښائست وى. 11 ځکه چې د خُدائ پاک فضل د ټولو خلقو د خلاصون دپاره څرګند شوے دے. 12 او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بېدينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو، 13 نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو. 14 نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى. 15 په پوره اختيار سره دغه خبرې کوه، او د خلقو اصلاح کوه او ملامته کوه يې. هيڅ څوک دې تا ته په سپکه سترګه ونۀ ګورى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society