تيطوس 1 - Pakistani Yousafzai Pashtoاول باب دُعا او سلام 1 دا خط د پولوس د خوا نه دے چې د خُدائ پاک غلام او د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ د دې دپاره مقرر شوے يم چې هغه خلقو ته د ايمان په حقله بيان وکړم کوم چې خُدائ پاک غوره کړى دى او هغوئ ته د حقيقت تعليم ورکړم چې ورته د ديندارۍ ژوند تېرول ورزده کړى. 2 دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى. 3 په مقرر وخت هغۀ خپل کلام ظاهر کړو، کوم چې مونږ هر چا ته بيانوو. او دا زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په حکم ما ته دا کار وسپارلے شو. 4 زۀ دا خط تيطوس ته ليکم چې په ايمان کښې ما سره شريک زما وفادار زوئ دے. خُدائ پلار او زمونږ خلاصونکے عيسىٰ مسيح دې تا له فضل او سلامتى درکړى. د کريت په جزيره کښې د تيطوس خدمت 5 ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې. 6 د جماعت مشران دې بېاِلزامه او د يوې ښځې خاوندان وى، او بچى دې ايماندار وى او د بدچلنۍ او د نافرمانۍ د اِلزام نه دې پاک وى. 7 ځکه چې د جماعت مشر دې د خُدائ پاک د کار د مُختار کېدو په وجه بېاِلزامه وى، هغه دې نۀ سرکشه، نۀ غصه ناک، نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، او نۀ دې د ناجائزې ګټې حرصناک وى. 8 بلکې هغه دې مېلمه دوست، نېک خواه، شريف، تقوىٰ دار، پاک او په خپل ځان قابو ساتونکے وى. 9 هغه دې په هغه کلام کوم چې دۀ ته ښودلے شوے دے پوره مضبوط ودريږى، ځکه چې دے به د دې جوګه وى چې خلقو ته صحيح تعليم ورکولے شى او د مخالفينو مقابله به کولے شى. 10 ځکه چې ډېر خلق داسې دى چې سرکشى کوى، هغوئ بدزبانه او دوکه باز دى، او دا خبره خاص د هغوئ په حقله صحيح ده څوک چې په سنتېدو باندې ټينګار کوى. 11 په کار دى چې هغوئ چُپ کړے شى، ځکه چې د ناپاکه ګټې د تعليم ورکولو په وجه هغوئ د خلقو مکمل خاندان بربادوى، کوم تعليم چې ورکول نۀ دے په کار. 12 د هغوئ پېغمبر په خپله داسې وائى چې، ”کريتيان همېشه دروغژن، وحشيان، ګېډه ور او ناراسته دى.“ 13 دا پېشګوئې رښتيا ده، نو په دې وجه هغوئ په سختۍ سره رټئ د دې دپاره چې د هغوئ ايمان ټيک شى. 14 او هغوئ دې نۀ د يهوديانو قيصو ته توجو ورکوى او نۀ دې د هغه چا حُکمونو ته غوږ ږدى، څوک چې د حق نه منکر دى. 15 د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بېايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى. 16 هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society