غزلې 8 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتم باب 1 اے کاش چې تۀ زما دپاره لکه د ورور په شان وينه، چا چې ما سره د مور په سينه خولۀ اېښې وينه. نو کله چې تۀ ما په لار کښې ليدلے نه نو ما به تۀ ښکلولے نه او چا به هم په ما باندې اِعتراض کولو نه. 2 ما به تۀ د خپل ماشومتوب کور ته راوستے وينه، او هلته به تا ما ته سبق ښودلے وونه. ما به درته د څښلو دپاره مزېدار مے درکړى وُونه، د خپلو خوږو انارو شربت به مې درکړے وونه. 3 ستا ګس لاس به زما د سر لاندې وونه، او ستا ښى لاس به ځانته راغاړه ايستمه. 4 اے د يروشلم پېغلو، ما سره وعده وکړئينه، مينه مۀ رابېداروئينه، ترڅو چې يې ونۀ غواړينه. شپږم سرود ښځې 5 دا د صحرا نه څوک راروان دے نه، چې خپل سر يې د محبوبې په اوږه باندې اېښے دېنه؟ زۀ تا د سيب د ونې لاندې راپاڅومه، په کوم ځائ کښې چې تۀ خپلې مور زيږولے ينه، چرته کښې چې په ډېر تکليف هغې تۀ زيږولے ينه. محبوبه 6 زما مينه په خپل زړۀ باندې لکه د مهر په شان ولګوه نه، او په خپل لاس باندې ما لکه د مهر په شان ولګوه نه. ځکه چې مينه لکه د مرګ په شان زورَوره ده نه، او د هغۀ غېرت تر عالمِ ارواح پورې رسيږينه، او د مينې د اور شُغلې ډيرې زورَورې دينه. 7 ډيرې اوبۀ د مينې اور مړ کولے نۀ شينه، او نۀ سېلاب دا وړلے شينه. کۀ څوک غواړى چې په خپل ټول مال دولت سره مينه په بيعه واخلينه خو د هغۀ قيمت به د مينې په مقابل کښې حقير وشمېرلے شينه. دوستان 8 زمونږ يوه وړه خور ده نه، او لا تر اوسه د هغې سينې شوې نۀ دينه. کۀ څوک د هغې غوښتلو له را شينه نو مونږ به څۀ کوُو نه؟ 9 کۀ هغه لکه د يو دېوال په شان پېغله وے نه، نو مونږ به د هغې د سپينو زرو د برج سره حفاظت کړے ونه. او کۀ هغه يوه دروازه وے نه، نو مونږ به ورته د دِيار تختې لګولے وے نه. محبوبه 10 زۀ د يو دېوال په شان پېغله ومه، او اوس زما سينې لکه د برجونه په شان دينه. کله چې زما جانان ما ته ګورينه، نو هغه زما په کتلو باندې خوشحاليږينه. 11 د سليمان په بعل هامون کښې د انګورو يو باغ وونه، کوم چې هغۀ ماليانو ته په اجاره ورکړے وونه، هر يو به ورله زر د سپينو زرو سيکې ورکولے نه. 12 خو زما د انګورو باغ زما دے چې چا له يې ورکومه، سليمانه، ما له د سپينو زرو زر سيکې مۀ راکوه نه، خو زۀ به هغه چا ته د سپينو زرو دوه سوه سيکې ورکړمه، څوک چې زما د باغ د مېوو خيال ساتينه. محبوب 13 زما محبوبې، تۀ چې په باغ کښې ژوند کوينه، زما دوستان په دې انتظار کښې دينه چې ستا آواز واورينه. خو پرېږده چې زۀ واورمه محبوبه 14 زما جانانه، زر په منډه راشه، او يا لکه د هوسۍ او د ځوان غرڅۀ په شان راشه خوشبوداره غونډو ته راشه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society