Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

غزلې 7 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوؤم باب محبوب

1 ستا پښې په څپلو کښې څومره ښُکلې ښکارينه، اے د شهزادګۍ لورې. ستا غونډى پتونونه د قيمتى کاڼو په شان دينه، لکه چې دا يو ماهر زرګر جوړ کړى وينه.

2 ستا نوم د يوې پيالۍ په شان دېنه لکه چې د خوشبوداره ميو نه ډکه وينه. ستا پښې لکه د غنمو د ګېډۍ په شان دينه چې ګېرچاپېره ترې نه د لاله ګلونه راتاو شوى وينه.

3 ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،

4 ستا غړۍ لکه د هاتى د غاښونو نه جوړه شوې مينارې په شان ښائسته ده نه. ستا سترګې د حسبون ښار د ځلېدونکو تالابونو په شان دينه، کوم تالابونه چې د دې ښار د بيت‌رابيم دروازې سره دينه. ستا پوزه د لبنان د برج په شان ښائسته ده نه چې د دمشق ښار ترې نه ښکارينه.

5 ستا سر لکه د کرمل د غرۀ په شان اوچت دېنه، ستا د زلفو ښائست لکه د شاهى ګُلکارۍ په شان دېنه تر دې چې بادشاهان هم ستا د کمڅو د ولونو بنديوان دينه.

6 اے محبوبې، تۀ څومره ښُکلې او حسينه ينه، تۀ څومره د خوشحالو نه ډکه ينه.

7 ستا قد او قامت د کجورې د ونې په شان دېنه، او ستا سينې د مېوو د غونچو په شان دينه.

8 ما وئيل زۀ به د کجورې ونې ته وخېژمه او کجورو ته به يې لاس وروړمه. ستا سينې دې د مېوو د غونچو په شان وينه، او ستا د خولې خوشبو دې لکه د سيوانو په شان وينه.

9 او ستا شونډې د اعلىٰ ميو په شان دينه. نو دا مے دې زما د جانان په غاښونو او شونډو باندې په نرمۍ سره وبهيږينه.


محبوبه

10 زۀ د خپل جانان يمه، او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.

11 زما جانانه راشه، راځه چې بهر پټو ته لاړ شُو نه او هلته په کلى کښې شپه تېره کړو نه.

12 راځه چې سحر وختى پاڅيږونه او د انګورو باغونو ته لاړ شونه چې د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينو او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه، هلته به زۀ خپله مينه تا ته وښايمه.

13 هلته به د مړه غونو بوټو خپله خوشبو راپرېښې وينه، او د ټولو نه ښې مېوې به زمونږ دروازې سره وينه، نوې او زاړۀ خوندونه، جانانه کوم چې ما ستا دپاره ساتلى دينه.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan