Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

غزلې 6 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږم باب ښځې

1 ستا جانان چرته لاړونه، په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟ ستا جانان چرته تلے دېنه؟ چې مونږ تا سره د هغۀ تلاش وکړونه؟


محبوبه

2 زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه، خپل د خوشبويانو کټ ته، چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه، او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه.

3 جانان زما او زۀ د جانان يمه، هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.


پينځم سرود محبوب

4 زما محبوبې، تۀ لکه د تِرضاه د ښار په شان ښائسته ينه. آو، لکه د يروشلم په شان ښائسته ينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.

5 سترګې دې ما نه واړوه، ځکه چې زۀ يې بې‌وسه کړے يمه. ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه، چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.

6 ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه، چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه، او تازه لمبولے شوے وينه. هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه، يو هم کنډم شوے نۀ دېنه.

7 ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.

8 په شپېتو مَلِکو او په اتيا وينځو کښې او په بې‌شمېره پېغلو کښې،

9 خو زۀ به بيا هم خپله ګوګوشتکه خوښومه، زما کامله مينه، د خپلې مور ډېره خوښه ده نه، او د هغه چا ډېره نيازبينه چا چې زيږولې ده نه. پېغلې هغه وينى او د هغې صِفت کوينه، تر دې چې شهزادګۍ او شاهى وينځې د هغې د صِفت سندرې وائينه.

10 ”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه، لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“

11 زۀ د غوزانو باغ ته لاړمه او وادۍ ته د ګلونو د غوټو سيل ته لاړمه، د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينمه او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه

12 زۀ په خپل ځان نۀ پوهېدمه، او د عشق نه رپېدمه لکه چې په شاهى ګاډۍ کښې سور يمه


ښځې

13 واپس راشه، مونږ ته راواپس شه، اے د شولم پېغلې. واپس راشه، واپس راشه چې مونږ تا دوباره وګورونه. تاسو د شولم دې پېغلې ته ولې ګورئينه کله چې هغه د ګډېدونکو د دوه صفونو په مينځ کښې ډېره ښائسته ګډيږينه؟

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan