غزلې 4 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلورم باب محبوب 1 اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره نازنينه ينه. د نقاب نه شاته ستا سترګې ګوګوشتکې دينه. ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه، چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه. 2 ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه، چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه، او تازه لمبولے شوے وينه. هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه، يو هم کنډم شوے نۀ دېنه 3 شونډې دې تکې سرې دينه، خولۀ دې ډېره ښُکلې ښکارينه. ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه. 4 ستا غړۍ دومره ښائسته ده لکه د داؤد د ښار مناره، چې د زرګونو بهادرانو په ډالونو باندې شوې وى سينګاره. 5 ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه، چې د لاله په ګلونو کښې څريږينه. 6 د دې نه وړاندې چې د سحر باد ولګيږينه او د شپې تيارۀ چې په ختمېدو شينه، زۀ به د مُر غر ته ورمنډه کړمه او د لوبانو غونډو ته به لاړه شمه. 7 زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه، په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه. 8 زما ناوې، د لبنان نه ما سره راشه، د لبنان نه ما سره راشه. د امانه د غرۀ د څوکو نه راکوزه شه، د حرمون او د سنير د څوکو نه ما سره راکوزه شه، د زمرو د غارونو او د پړانګانو د غونډو نه راکوزه شه. 9 اے زما دُنيا، اے زما ناوې، زما نه دې زړۀ وړے دېنه، د سترګو په يوه اِشاره دې ما نه زړګے وړے دېنه، او د اميل يو غمى دې ما نه زړګے وړے دېنه. 10 زما دُنيا، زما ناوې زۀ ستا په مينه کښې څومره خوشحاله يمه، د ميو نه څومره خوشحالونکى ده ستا مينه، او ستا خوشبو د هرې مصالحې نه څومره ښۀ ده. 11 زما ناوې، ستا د شونډو نه د شاتو د ګبين په شان خوږوالے راڅاڅيږينه، ستا د ژبې لاندې شات او پئ پراتۀ دينه، ستا د جامو نه لکه د لبنان د دِيار په شان خوشبو راځينه 12 اے زما محبوبې، تۀ زما بنده باغيچه ينه، تۀ زما دُنيا ينه، او زما ناوې ينه، زما پټ باغ، زما پټه چينه ينه، 13 تۀ لکه د انارو باغيچه ينه، د مزېدارو مېوو نه ډکه ينه، او خوشبو دې لکه د مشکو او عنبرو په شان ده نه، 14 چرته چې د مشکو، زعفرانو، دارچينو او هر قسمه مصالحو بوټى پېدا کيږينه، او عُود، مُر او لوبانو خوشبوداره عطر پېدا کيږينه. 15 تۀ د باغ چينه ينه، تۀ د تازه اوبو کوهے ينه چې د لبنان د غرونو نه رابهيږينه. محبوبه 16 اے د شمال باده، راوالوځه، اے د جنوب باده راشه، زما په باغ باندې راوالوځه او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه. زما جانانه خپل باغ ته راشه، او د هغې ښُکلې مېوې وخوره. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society