غزلې 3 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرېم باب 1 ټوله شپه کله چې زۀ په خپل کټ کښې پرته ومه، د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه، خو هغه رانۀ غلونه. 2 خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل، زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه، د هغه چا پسې به په چوکونو او سړکونو کښې وګرځېږمه چا سره چې زۀ مينه کومه. نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمه خو پېدا مې نۀ کړونه. 3 چوکيدارانو زۀ ودرولمه، کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل. ما د هغوئ نه تپوس وکړلو، ”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنه چا سره چې زۀ مينه کومه؟“ 4 نو چې د هغوئ نه لږ وړاندې لاړمه ما خپل جانان پېدا کړونه. هغه مې راټينګ کړونه او تلو ته مې پرې نۀ ښودلونه او ما هغه د خپلې مور کور ته راوستونه هغې کوټې ته په کومه کښې چې زۀ د مور په ګېډه شوې ومه. 5 اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئينه، ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه. درېم سرود محبوبه 6 چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟ 7 دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه، چې ورسره شپېتۀ تکړه کسان په پرګله کښې راروان دينه، د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه. 8 هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه، او په جنګ کښې هم ماهر دينه، هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده، او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د حفاظت کولو جوګه هم دينه. 9 سليمان بادشاه شاهى ګاډۍ ځان دپاره د لبنان د دِيار د لرګو نه جوړه کړې ده نه. 10 د هغې ستنې هغۀ د سپينو زرو نه جوړې کړې دينه، او د هغې چت يې د سرو زرو نه جوړ کړے دېنه، او د هغې بالښتونه کاسنى دينه. هغه د يروشلم د پېغلو په مينې سره ښائسته شوې وه نه. 11 اے د يروشلم پېغلو راشئ کنه، او سليمان بادشاه وګورئينه هغۀ هغه تاج په سر کړے دېنه کوم چې د وادۀ په ورځ مور ورکړے وونه، ډېره د خوشحالۍ ورځ وه د هغۀ د ټولو نه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society