Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

غزلې 2 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوېم باب

1 زۀ لکه د شارون د ګلاب په شان يمه، او په پټو کښې د لاله د ګل په شان يمه.


محبوب

2 لکه چې په ازغو کښې د لاله ګل وينه، زما محبوبه د پېغلو په مينځ کښې داسې وينه.


محبوبه

3 لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.

4 هغۀ زۀ د خپل ځان سره د مېلمنو هال ته روانه کړمه، او زۀ يې په خپله مينه کښې ونغښتلمه.

5 د کشمشو سره يې ما ته طاقت راکړلو، او د سيوانو سره يې زۀ تازه کړمه، ځکه د مينې په وجه مړاوې شوې ومه.

6 د هغۀ ګس لاس زما د سر لاندې وونه، او د هغۀ ښى لاس ځانته راغاړه ايستمه.

7 اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئ، ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.


دوېم سرود محبوبه

8 وګوره، چې جانان مې راروان دېنه، هغه په غرونو راخېژينه، او په غونډو ټوپونه وهينه.

9 زما جانان لکه هوسۍ او يا د ځوان هوسۍ په شان دېنه، وګوره هغه اوس زمونږ د دېوال شاته ولاړ دېنه، هلته د کړکۍ د جال نه دننه کوټې ته ګورينه.

10 زما جانان ما ته ووئيل، ”زما محبوبې، راپاڅه، ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.


محبوب

11 وګوره، ژمې تېر شو بارانونه ودرېدل او بس شونه.

12 په زمکه ګلونه راښکاره شونه، د سندرو وئيلو موسم رارسېدلے دېنه، زمونږ په مُلک کښې د ګوګوشتکو آوازونه اورېدلے کيږينه.

13 د اينځر بوټو خپله وړومبۍ مېوه ونيوله، او د انګورو بوټو د خپلو غوټو خوشبو خوره کړله. راپاڅه، راشه، زما محبوبې، زما ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.

14 زما ګوګوشتکې په کمر کښې د ګټانو شاته خپل ځان پټ کړے دېنه. زۀ ستا مخ ليدل غواړمه، او ستا آواز اورېدل غواړمه. ځکه چې ستا آواز خوږ دېنه، او ستا مخ ښائسته دېنه.

15 لومبړې ونيسه، وړې لومبړې ونيسه، هسې نه چې هغوئ د انګورو باغ تباه کړينه، ځکه چې زمونږ د انګور بوټو غوټۍ نيولې دينه.“


محبوبه

16 جانان زما او زۀ د جانان يمه، هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.

17 د سحر رڼا نه وړاندې زما جانانه، چې شپه په ختمېدو شى، ما نه لاړ شه جانانه، لکه د هوسۍ او يا د تکړه هوسۍ په شان په کاڼيزه غرونو باندې ما نه په ټوپونو او مستۍ سره لاړ شه.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan