Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

غزلې 1 - Pakistani Yousafzai Pashto


اول باب اول سرود

1 د حضرت سليمان خواږۀ سرودونه.


محبوبه

2 بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه، ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.

3 ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه

4 زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه، تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه. اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه، د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه. دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.


ښځې محبوبه

5 زۀ خو توره يمه خو ښُکلې يمه، اے د يروشلم جينکو، د قيدار د خېمو په شان توره يمه او د سليمان د خېمې د پردو په شان توره يمه.

6 ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه، زما څرمنه نمر توره کړې ده. زما وروڼه ما سره وران وونه او په زبردستۍ سره هغوئ په ما د خپلو انګورو خيال ساتلو. نو بيا ما خپل خيال ونۀ ساتلو، او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.

7 ما ته ووايه، زما جانانه، تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟ او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښې د دمې دپاره چرته راغونډوې؟ نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمه او ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمه


محبوب

8 اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته محبوبې، کۀ چرې تا ته دا پته نۀ وينه، نو د رمو د پښو ښاپونو پسې شه روانه، او خپل چېلى دې د شپانو د خېمو په خوا کښې وڅرونه.

9 زما محبوبې، تۀ په ما دومره ګرانه ينه، لکه د فِرعون د شاهى آسپې په شان ښائسته ينه.

10 ستا اننګى څومره ښائسته دينه، او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه. او ستا غړۍ څومره ښائسته ده، او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.

11 خو مونږ به د سرو زرو والۍ درته او د سپينو زرو مرۍ جوړې کړونه.


محبوبه

12 کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه، نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.

13 زما جانان د مُر زونډے دېنه، زما په سينه پروت دېنه

14 زما جانان د عين‌جدى د انګورو په باغونو کښې د نکريزو د ګل په شان دېنه


محبوب

15 زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره حسينه ينه، سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.


محبوبه

16 تۀ ډېر ښُکلے يې زما جانانه، تۀ څومره زړۀ وړونکے ينه، شنه ګياه به زمونږ بستره وينه.

17 د دِيار لرګى به زمونږ د کور وى تيرونه، او د خوشبوداره دِيار لرګى زمونږ د کور دى تيرونه، او د دِيار ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan