Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

روميان 14 - Pakistani Yousafzai Pashto


څوارلسم باب په بل چا اِلزام مۀ لګوه

1 په ايمان کښې کمزورى خلق ځان سره شريک کړئ او په مسائيلو کښې ورسره بحث مباحثه مۀ کوئ.

2 د مثال په توګه د ځينو خو دا عقيده ده چې د هر څيز خوړل روا دى خو کمزورى ايمان لرونکى تشه سبزى خورى.

3 څوک چې هر څۀ خورى هغه دې هغه چا ته سپک ونۀ ګورى څوک چې دا نۀ خورى، او څوک چې نۀ خورى هغوئ دې په خوراک کوونکى اِلزام نۀ لګوى ځکه چې خُدائ پاک هغوئ قبول کړى دى.

4 تاسو څوک يئ چې د بل چا په نوکرانو اِلزام لګوئ؟ د هغوئ مالِک به په خپله د هغوئ د خِدمت په حقله فېصله وکړى. او د مالِک خُدائ په مدد سره به هغوئ په خپل خِدمت کښې کامياب شى.

5 څۀ خلق يوه ورځ د بلې ورځې نه خاص ګڼى او څۀ خلق ټولې ورځې يو شان ګڼى، خو چې تاسو کومه فېصله کوئ په خپل زړۀ کښې په هغې پوره تسلى ساتئ.

6 څوک چې يوه ورځ خاص ګڼى، هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره ګڼى او دغه شان څوک چې هر څۀ خورى هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره خورى، ځکه چې هغوئ پرې د خُدائ پاک شُکر کوى. خو څوک چې څۀ نۀ خورى هغوئ يې هم د مالِک خُدائ د احترام دپاره نۀ خورى او د خُدائ پاک شُکر پرې کوى.

7 ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ صرف د خپل ځان دپاره نۀ دے.

8 ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ د مالِک د لويئ دپاره دے نو کۀ مونږ مړۀ کيږُو او کۀ ژوندى کيږُو نو د مالِک يُو.

9 ځکه چې مسيح د هم دې دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو، نو چې هغه د مړو او ژوندو دواړو مالِک شى

10 خو تاسو ولې په بل ايماندار ورور يا خور اِلزام لګوئ؟ يا تاسو ولې بل ايماندار ورور يا خور ته سپک ګورئ؟ ځکه چې مونږ ټول به د خُدائ پاک د عدالت د تخت په وړاندې ودرېږو.

11 ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې زما دې په خپل ذات قسم وى چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى، او هره ژبه به اِقرار وکړى چې بې‌شکه زۀ ژوندے خُدائ پاک يم.“

12 نو بيا مونږ هر يو به خُدائ پاک ته خپل حساب ورکوو.


بل چا ته تيندک مۀ ورکوئ

13 نو په کار دے چې مونږ نور په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. بلکې دا کلکه اراده وکړو چې کله به هم د بل په لار کښې د تيندک خوړلو ګټ يا خنډ نۀ کېږدو.

14 زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.

15 کۀ چرې ستا ورور يا خور ستا د خوراک په وجه خفه کيږى نو بيا تۀ په مينې سره ژوند نۀ تېروې. نو په خپل خوراک هغوئ مۀ هلاکوه د چا دپاره چې مسيح مړ شو.

16 نو چا ته دا موقع مۀ ورکوئ هغه څۀ چې ستا په نظر کښې جائز وى، او دوئ ورته بد ووائى.

17 ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.

18 څوک چې په دې شان د عيسىٰ مسيح خِدمت کوى، هغه په خُدائ پاک ګران او د خلقو په مينځ قبول شوے دے.

19 نو بيا دې مونږ پوره کوشش کوُو چې صُلح او سلامتى راولو او د يو بل د روحانى تعمير او ترقۍ باعث شو.

20 د خوراک دپاره د خُدائ پاک کار مۀ ورانوئ. هر څيز حقيقت کښې پاک دے، خو دا ستاسو دپاره غلطى ده چې تاسو هغه څۀ خورئ چې د نورو د تيندک سبب جوړيږى.

21 دا به ښۀ وى چې تۀ غوښه ونۀ خورې يا شراب ونۀ څښې او يا نور داسې څۀ کار ونۀ کړې چې ستا د وروڼو او خوېندو د تيندک سبب کيږى.

22 نو په څۀ چې ستاسو عقيده وى، هغه د خُدائ پاک او په خپل مينځ کښې وساتئ. بختور دى هغوئ کوم څيزونه چې هغوئ روا ګڼى او د هغې په خوړلو سره خپل ځانونه مجرمان نۀ ګڼى.

23 خو کۀ څوک شک کوى او هغوئ دا وخورى نو هغوئ مجرمان شول، ځکه چې هغوئ په ايمان سره دا عمل نۀ کوى، نو ځکه کوم عمل چې په ايمان سره نۀ وى نو هغه ګناه ده.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan