روميان 10 - Pakistani Yousafzai Pashtoلسم باب د بنى اِسرائيلو دپاره د پولوس رسول دُعا 1 وروڼو او خوېندو، زما د زړۀ خواهش او د خُدائ پاک نه دُعا دا ده چې هغوئ دې خلاصون ومومى. 2 زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے. 3 ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى. 4 ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى. د هر چا دپاره خلاصون 5 موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“ 6 خو کوم صداقت چې په ايمان راځى هغه وائى چې، ”په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايه چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى؟ د دې دپاره چې مسيح لاندې راولى. 7 يا څوک لاندې عالمِ ارواح ته تلے شى؟ چې مسيح د مړو نه راپاڅوى.“ 8 خو دا څۀ وائى؟ ”کلام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے.“ نو هم دا د ايمان کلام دے چې مونږ يې بيانوو. 9 ځکه کۀ ستا په خولۀ دا اِقرار وى چې عيسىٰ مالِک دے او په زړۀ کښې دې دا ايمان وى چې خُدائ پاک هغه د مړو نه راژوندے کړے دے نو تۀ به خلاصون بيا مومې. 10 کله چې مونږ د زړۀ نه ايمان راوړو نو خُدائ پاک مو صادقوى، او کله چې په خپله خولۀ دا اِقرار کوُو نو هغه خلاصون راکوى. 11 نو ځکه صحيفې فرمائى چې، ”هر څوک چې په هغۀ ايمان لرى، نو هغه به شرمنده نۀ شى.“ 12 نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے. 13 ځکه چې، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.“ 14 خو هغوئ به څنګه د هغه چا نه وغواړى په چا چې يې ايمان نۀ وى؟ او هغوئ به څنګه په هغه چا ايمان راوړى د چا په حقله چې هغوئ څۀ اورېدلى نۀ وى؟ او هغوئ به يې څنګه واورى ترڅو چې چا ورته پېغام نۀ وى ورکړے؟ 15 او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“ 16 خو ټولو د زيرى فرمانبردارى ونۀ کړه ځکه چې يشعياه وائى چې، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟“ 17 نو ايمان د زيرى په اورېدلو پېدا کيږى او زيرے د مسيح د کلام په وسيله اورېدل کيږى. 18 خو زۀ تپوس کوم چې ولې هغوئ دا نۀ دے اورېدلے؟ بېشکه چې اورېدلے يې دے، ځکه چې، ”د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے دے، او د هغوئ کلام د دُنيا آخرى حدونو پورې رسېدلے دے.“ 19 خو زۀ بيا تپوس کوم چې ولې بنى اِسرائيل په دې پوهه نۀ شول؟ اول موسىٰ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو داسې خلقو سره په حسد کړم چې قوم نۀ دے، او تاسو به د يو کم عقل قوم په ذريعه په قهر کړم.“ 20 بيا يشعياه په نوره زړۀ ورتيا سره داسې فرمائى چې، ”زۀ هغه چا وموندلم چا چې زما لټون نۀ کولو، او ما خپل ځان هغه چا ته ښکاره کړو چا چې زما تپوس هم نۀ دے کړے.“ 21 خو د بنى اِسرائيلو په حقله هغه فرمائى چې، ”ټوله ورځ مې هغه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو چې نافرمانه او باغيان وُو.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society