مکاشفه 8 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتم باب اوؤم مُهر او د سرو زرو د سوزولو مجمر 1 کله چې ګډُورى اوؤم مُهر کولاو کړو نو تقريباً تر نيمې ګينټې پورې په آسمان کښې خاموشى وه. 2 بيا ما هغه اووۀ فرښتې وليدلې چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړې وې، او هغوئ ته اووۀ بيګلونه ورکړے شول. 3 بيا يوه بله فرښته د سرو زرو مجمر په لاس راغله او د قربانګاه سره ودرېده او هغې ته ډېره زياته خوشبوئى ورکړے شوه چې د تخت د وړاندې د سرو زرو په قربانګاه يې د ټولو مقدسينو د دُعا سره پېش کړى. 4 او د فرښتې د لاس نه د خوشبويۍ د سوزولو لوګے د مقدسينو د دُعا سره پاس خُدائ پاک ته ورسېدو. 5 بيا فرښتې مجمر راواخستو، د قربانګاه د اور نه يې ډک کړو او په زمکه يې راګزار کړو، نو بيا د تندر ګړزار، برېښنا او زلزله راغله. د بيګل آواز 6 بيا هغه اووۀ فرښتې چې ورسره اووۀ بيګلونه وُو، غږولو ته تيارې وې. 7 وړومبۍ فرښتې خپل بيګل وغږولو نو اور او ږلۍ د وينې سره په زمکه راوورېدل او د زمکې درېمه حِصه وسوزېدله او د ونو درېمه حِصه وسوزېدله او ټول شنۀ واښۀ وسوزېدل. 8 بيا کله چې دوېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو لکه يو لوئ غر چې اور پرې بل وى، سمندر ته وغورزولے شو او د سمندر درېمه حِصه وينه شوه، 9 او په دې باندې د سمندر درېمه حِصه ژوندى مخلوقات مړۀ شول او د سمندرى جهازونو دريمه حِصه په اوبو کښې ډوب شول. 10 نو بيا درېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو يو لوئ ستورے له آسمان نه راوغورزېدو چې د مشعل په شان بلېدو او دا د سيندونو او چينو په درېمه حِصه ورپرېوتو. 11 د ستورى نوم ګنډير وو. او د اوبو درېمه حِصه د ګنډير په شان ترخه شوه او ډېر زيات خلق د دې ترخو اوبو څښلو په وجه مړۀ شول. 12 بيا څلورمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو دې سره د نمر درېمه حِصه او د سپوږمۍ او د ستورو درېمه حِصه ووهلے شوه نو د دوئ درېمه حِصه تيارۀ شوله او د ورځې درېمه حِصه رڼا ختمه شوه او دغه شان د شپې دريمه حِصه رڼا هم ختمه شوه. 13 بيا ما وليدل چې يو باز په آسمان کښې بره والوتو او په اوچت آواز يې دا نعرې وهلې چې، ”افسوس، افسوس، افسوس، د زمکې په اوسېدونکو باندې، ځکه چې هغه درې نورې پاتې فرښتې به هم اوس خپل بيګل غږوى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society