Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

مکاشفه 7 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوؤم باب په يو لاک څلور څلوېښتو زرو بنى اِسرائيلو مُهر لګېدل

1 د دې نه پس ما څلور فرښتې د دُنيا په څلورو ګوټونو ولاړې وليدلې چې د دُنيا څلور واړه هواګانې يې قابو کړې وې نو چې په زمکه سمندر يا په يوه ونه هم هوا ونۀ لګى.

2 بيا ما بله فرښته د نمرخاتۀ نه په راختو وليده چې د ژوندى خُدائ پاک مهر ورسره وو او هغه څلورو فرښتو ته يې په زوره وئيل، چې چا ته په زمکه او سمندر د نقصان ورکولو اختيار ورکړے شوے وو چې،

3 ”تر هغې سمندر، زمکې او ونو ته نقصان مۀ رسوئ ترڅو چې مونږ د خُدائ پاک مُهر د هغۀ د خادِمانو په تندو نۀ وى لګولے.“

4 او ما چې د هغوئ شمېر واورېدو چا ته چې مهرونه لګولے شوى وُو او د بنى اِسرائيلو د ټولو خيلونو نه په يو لاک څلور څلوېښت زرو مُهر ولګولے شو.

5 دولس زره د يهوداه د قبيلې نه، دولس زره د روبين د قبيلې نه، دولس زره د جاد د قبيلې نه،

6 دولس زره د آشر د قبيلې نه، دولس زره د نفتالى د قبيلې نه، دولس زره د منسى د قبيلې نه،

7 دولس زره د شمعون د قبيلې نه، دولس زره د ليوى د قبيلې نه، دولس زره د يساکار د قبيلې نه،

8 دولس زره د زبولون د قبيلې نه، دولس زره د يوسف د قبيلې نه، او دولس زره د بنيامين د قبيلې وُو.


د ټولو قومونو لويه ګڼه

9 او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.

10 او په زوره يې دا چغې وهلې چې، ”خلاصون زمونږ د خُدائ پاک دے څوک چې په تخت ناست دے، او د ګډُورى دے.“

11 او د تخت نه او د مشرانو او څلورو جاندارو نه چې ګېرچاپېره څومره فرښتې ولاړې وې هغه ټولې فرښتې د تخت په وړاندې پړمخې پرېوتلې او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو،

12 هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“

13 بيا مشرانو کښې يو ما ته مخ راواړولو او تپوس يې وکړو چې، ”دا خلق چې سپينې جامې يې اغوستې دى، څوک دى او د کومې راغلى دى؟“

14 ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.

15 په دې وجه خو دوئ د خُدائ پاک د تخت د وړاندې ولاړ دى او د خُدائ پاک په کور کښې شپه او ورځ د هغۀ په عبادت کښې لګيا دى، او هغه چې په تخت ناست دے، هغه به دوئ له پناه ورکړى.

16 هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى او نۀ به تېزه ګرمى تکليف وررسوى.

17 ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan