مکاشفه 4 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلورم باب په آسمان کښې د خُدائ پاک عبادت 1 د دې نه وروستو بيا ما نظر واچولو نو په آسمان کښې مې يو ور کولاو وليدو. نو چې اول کوم آواز ما واورېدو نو لکه د بيګل په شان يې ما ته خبرې کولې، ”دلته پاس راشه چې زۀ به تا ته هغه وښايم څۀ چې به د دې نه پس خامخا کيږى.“ 2 سمدستى د روحُ القُدس په وسيله ما يوه رويا وليدله چې په آسمان کښې يو تخت وو او په تخت يو کس ناست وو. 3 او هغه څوک چې هلته ناست وو د جاسپر او يمنى عقيق په شان پړقېدو، او د تخت نه چاپېره د بوډۍ ټال وو چې د زمرودو په شان پړقېدو. 4 او د تخت نه ګېرچاپېره څليريشت نور تختونه وُو او په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چې سپينې جامې يې اغوستې وې او د سرو زرو تاجونه يې په سر وُو. 5 او د تخت نه د برېښنا رڼا او د تندر آوازونه راختل او د تخت نه وړاندې اووۀ مشعلونه بلېدل چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه دى. 6 او د تخت د وړاندې يې د شيشې سمندر وو چې د بلور په شان ښکارېدو. او د تخت نه چاپېره څلور جاندار وُو چې وړاندې وروستو يې سترګې وې. 7 اول جاندار د ازمرى په شان وو، دوېم د غوائى په شان، د درېم مخ د بنى آدم په شان وو او څلورم لکه د الوتونکى باز په شان وو. 8 دې څلورو جاندارو چې د هر يو شپږ وزرې وې او هر طرف ته يې سترګې وې، شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، ”قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.“ 9 او هرکله چې دا جاندار د هغه چا چې په تخت ناست دے او تل تر تله ژوندے دے، د هغۀ لوئى، عزت او شُکر ګزارى وکړى، 10 نو هغه څليريشت مشران هغۀ ته په سجده پرېوځى او عبادت يې کوى څوک چې په تخت ناست دے، او چې تل تر تله ژوندے دے، نو هغوئ خپل تاجونه د تخت په وړاندې هغۀ ته ږدى او وائى چې، 11 ”اے زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، تۀ د لوئى، عزت او قُدرت لائق يې ځکه چې تا هر څۀ پېدا کړى دى او دا ستا په مرضۍ پېدا شوى دى او په وجود کښې راغلى دى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society