Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

مکاشفه 22 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوويشتم باب

1 بيا فرښتې ما ته د ژوند د اوبو درياب وښودلو چې د بلور په شان پړقېدو چې د خُدائ پاک او د ګډُورى د تخت نه

2 د ښار د لوئ سړک په مينځ کښې رابهېدلو. د درياب په دواړو غاړو د ژوندون ونه وه چې دولس قسمه مېوه يې نيوله او هره مياشت به يې مېوه نيوله. او د ونې پاڼې د قومونو د شفا ورکولو دپاره دى.

3 او په هغه ښار کښې به داسې هيڅ څيز موندلے نۀ شى چې ناروا وى. او د خُدائ پاک او د ګډورى تخت به په هغه ښار کښې وى او د هغۀ خادِمان به د هغۀ عبادت کوى.

4 هغوئ به د هغۀ مخ وينى او د هغۀ نوم به د هغوئ په تندو ليکلے وى.

5 هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى، او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.


د حضرت عيسىٰ راتلل

6 بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى. مالِک خُدائ پاک چې خپلو نبيانو ته د نبوت الهام ورکوى، هغۀ خپله فرښته راولېږله چې خپلو خادِمانو ته هغه څۀ وښائى چې زر کېدونکى دى.“

7 مالِک عيسىٰ فرمائى چې، ”ما ته غوږ ونيسئ زۀ زر درځم. بختور دى هغوئ څوک چې د دې کِتاب پېشګوئې منى.“

8 او زۀ يوحنا هغه څوک يم چې دا رويا مې واورېدله او وليدله. نو زۀ د هغې فرښتې په پښو کښې په سجده پرېوتلم چا چې ما ته دا هر څۀ ښکاره کړل.

9 خو هغې ما ته ووئيل، ”داسې مۀ کوه، زۀ خو ستا او ستا د وروڼو نبيانو او د دې کِتاب د کلام منونکو، په شان يو خادِم يم. صرف خُدائ پاک ته سجده کوه.“

10 بيا هغې ما ته ووئيل چې، ”د دې کِتاب پېشګوئې مۀ پټوه ځکه چې د هغې د پوره کېدو وخت رانزدې دے.

11 څوک چې بدکاران دى، پرېږده چې بدکارونه کوى، څوک چې پليت دى، پرېږدئ چې په خپله پليتۍ کښې آخته وى. څوک چې صادقان دى هغه دې په خپل صداقت کښې پاتې شى او څوک چې پاک وى هغوئ دې پاک پاتې شى.“

12 ”ما ته غوږ ونيسئ. زۀ عيسىٰ زر درځم او ستاسو اجر د خپل ځان سره دروړم چې هر يو ته به زۀ د هغوئ د عمل په مطابق ورکړم.

13 الفه او اوميګه زۀ يم، اول او آخر زۀ يم، ازل او خاتمه زۀ يم.

14 بختور دى هغه خلق چې خپلې چُوغې يې صفا وينځلى دى، نو هم هغوئ به د ژوندون د ونې حق ومومى او ښار ته به په دروازو ورننوځى.

15 خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.

16 ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې جماعتونو ته دا ګواهى ورکړى چې زۀ د داؤد د څانګې او نسل نه يم او د سبا ځلېدونکے ستورے يم.“

17 روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.

18 زۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم څوک د دې کِتاب د پېشګويو کلام اورى، کۀ څوک د ځانه څۀ په کښې زيات کړى نو خُدائ پاک به هغۀ ته په دې کِتاب کښې بيان شوى افتونه ورکړى.

19 او کۀ څوک د پېشګويو د دې کِتاب نه څۀ خبرې اخوا کړى نو خُدائ پاک به د هغۀ د ژوندون د ونې نه او د مقدس ښار نه د هغۀ حِصه ختمه کړى کومه چې په دې کِتاب کښې بيان شوې ده.

20 څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.

21 د مالِک عيسىٰ فضل دې په تاسو ټولو وى، آمين.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan