Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

مکاشفه 21 - Pakistani Yousafzai Pashto


يوويشتم باب نوے آسمان او نوې دُنيا

1 بيا ما يو نوے آسمان او يوه نوې دُنيا وليدله ځکه چې اول آسمان او اوله دُنيا غېب شوى وُو او سمندر هم نۀ وو.

2 ما پاک ښار، يعنې نوے يروشلم وليدلو چې د خُدائ پاک د طرفه د آسمان نه راکوزېدو، او دا داسې تيار کړے شوے وو لکه چې ناوې د خپل خاوند دپاره سنګار شوې وى.

3 ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى.

4 هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“

5 او هغه څوک چې په تخت ناست وو هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، زۀ ټول څيزونه نوى کوم.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما دا کلام وليکه ځکه چې زما خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى.“

6 بيا يې ما ته وفرمائيل چې، ”وشوه. الفه او اوميګه، اول او آخر زۀ يم. هر څوک چې تږے وى زۀ به هغوئ ته د ژوندون د اوبو د چينو نه وړيا اوبۀ ورکړم.

7 څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى.

8 خو د ويرېدونکو، بې‌ايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“


نوے يروشلم

9 بيا په هغه اوو فرښتو کښې چې د اووۀ آخرى افتونو ډک جامونه ورسره وُو، يوه ما ته راغله او وې وئيل چې، ”راځه، زۀ به تا ته ناوې وښايم چې د ګډُورى ښځه ده.“

10 نو روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او زۀ يې يو لوئ اوچت غر ته بوتلم او د يروشلم پاک ښار يې راته وښائيلو چې د خُدائ پاک د طرفه راکوزېدو.

11 هغه د خُدائ پاک په جلال روښانه وو، د هغې رڼا د قيمتى جواهراتو په شان لکه د جاسپر او د بلور کاڼى په شان صفا وو.

12 د هغې لوئ اوچت دېوال وو چې په کښې دولس دروازې وې او په هره دروازه کښې فرښته ولاړه وه، او په دروازو د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى وُو.

13 نمرخاتۀ ته درې دروازې وې، شمال ته درې، جنوب ته درې، او نمر پرېواتۀ ته درې دروازې وې.

14 د ښار د دېوال دولس بنيادونه وُو او په هغې د ګډُورى د دولسو رسولانو نومونه وُو.

15 کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى.

16 او ښار په څلور ګوټه شکل جوړ وو او څومره چې اوږد وو هغه هومره پلن وو، او هغې د ښار ناپ په ګز وکړو او د دې اوږدوالے، پلنوالے او اوچتوالے برابر وُو چې دوه نيم زره کيلوميټره وُو.

17 فرښتې د ديوال ناپ په دُنياوى پېمانه وکړو چې شپېتۀ ميټره اوچت وو، او فرښتې هم دا پېمانه استعمالوله.

18 دېوال د جاسپر کاڼو نه جوړ وو او ښار په خپله د سوچه سرو زرو نه جوړ شوے وو او د صفا شيشې په شان پړقېدو.

19 د ښار د دېوالونو بنيادونه په رنګا رنګ قيمتى کاڼو ښائسته کړے شوى وُو اول بنياد د جاسپر کاڼو وو، دوېم د نيلم، درېم د شب چراغ، څلورم د زمرد،

20 پينځم د اونيکس، شپږم د يمنى عقيقو، اوؤم د ګراسولر، اتم د ايکوامرين، نهم د طوپاز، لسم د کلسائټو، يوولسم د کائنائټو، او دولسم د کټېلى وو.

21 او هغه دولس دروازې د دولسو ملغلرو وې، هره دروازه د يوې ملغلرې نه جوړه وه. د ښار لوئې کوڅې د صفا شيشې په شان د سوچه سرو زرو وې.

22 ما په ښار کښې د خُدائ کور ونۀ ليدو ځکه چې مالِک قادر مطلق خُدائ پاک او ګډُورے په خپله د دې ښار د خُدائ پاک کور دے.

23 او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.

24 د دې په رڼا به قومونه ګرځى او دۀ ته به د دُنيا بادشاهان خپلې لويئ راوړى.

25 د ښار دروازې به ټوله ورځ کښې نۀ بنديږى او هلته به شپه چرې نۀ وى.

26 د قومونو شان او شوکت به دۀ ته راوړے شى.

27 خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan