مکاشفه 20 - Pakistani Yousafzai Pashtoشلم باب زر کاله بادشاهى 1 بيا ما يوه فرښته له آسمان نه په راکوزېدو وليدله چې ورسره د عالِم ارواح کُنجى او په لاس کښې يې لوئ زنځير وو. 2 او هغه اژدها چې زوړ ښامار دے، هغه يې ونيوو، اِبليس يعنې شېطان، او تر زرو کالو پورې يې وتړلو. 3 فرښتې هغه عالِم ارواح ته وغورزولو، بند يې کړو او مهر يې پرې ولګولو، د دې دپاره چې هغه بيا تر هغې قومونه دوکه نۀ کړى ترڅو چې زر کاله پوره شوى نۀ وى. د هغې نه پس به هغه بيا د لږ وخت دپاره آزاد کړے شى. 4 بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه. 5 باقى مړى تر هغې ژوندى نۀ کړے شول ترڅو چې زر کاله پوره شوى نۀ وُو. دا اولنے قيامت دے. 6 بختور او قُدوس هغه دے چې په دې اولنى قيامت کښې شريک دے. ځکه چې په داسې خلقو د دوېم مرګ اختيار نۀ وى بلکې هغوئ به د خُدائ پاک او د مسيح اِمامان وى او د هغۀ سره به تر زرو کالو پورې بادشاهى کوى. د شېطان شکست 7 هر کله چې زر کاله پوره شى نو شېطان به د قېد خانې نه را آزاد شى. 8 او هغه به راشى او په څلور ګوټه دُنيا کښې به قومونه دوکه کړى، يعنې جوج او ماجوج، او جنګ ته به يې راجمع کړى چې د سمندر د شګو په شان بېشمېره دى. 9 نو هغوئ په ټوله دُنيا راخوارۀ شول او د خُدائ پاک د مقدسينو دېره او د هغۀ محبوب ښار يې راګېر کړو، خو د آسمان نه اور پرې نازل شو او هغوئ يې تباه کړل. 10 او بيا هغوئ له دوکه ورکوونکے اِبليس د اور او ګوګړو درياب ته وغورزولے شو چرته چې بلا او دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے او هلته به په شپه او ورځ تل تر تله عذابولے شى. آخرى عدالت 11 بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول. 12 بيا ما لوئ او واړۀ مړى د تخت د وړاندې ولاړ وليدل او کتابونه پرانستلے شول. بيا بل کِتاب پرانستلے شو، يعنې د ژوندون کِتاب. او د مړو عدالت د هغوئ د اعمالو په مطابق وشو څنګه چې په هغه کتابونو کښې درج وو. 13 سمندر خپل مړى چې په کښې وُو، ورکړل بيا مرګ او عالمِ ارواح خپل مړى ورکړل چې په کښې وُو او د ټولو عدالت د هر چا د خپل عمل په مطابق وشو. 14 بيا مرګ او عالمِ ارواح د اور درياب ته وغورزولے شول، د اور درياب دوېم مرګ دے. 15 خو د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې درج نۀ وُو هغوئ د اور په درياب کښې وغورزولے شول. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society