Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

مکاشفه 17 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوولسم باب مشهوره کنجره

1 بيا هغه اووۀ فرښتې چې جامونه يې نيولى وُو، په هغوئ کښې يوه ما له راغله او وې وئيل چې، ”راځه چې زۀ درته د هغې لوئ کنجرې اَنجام وښايم چې د ډېرو سمندرونو دپاسه په تخت ناسته ده.

2 د دُنيا خلق په هغه شرابو نشه شول کوم چې هغې دوئ ته ورکړى وُو او بيا يې د هغې سره زنا وکړه.“

3 روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو.

4 هغه ښځې کاسنى سرې جامې اغوستې وې چې د سرو زرو په کالو، جواهراتو او ملغلرو سنګار شوې وه. د هغې په لاس کښې د سرو زرو پيالۍ وه چې د پليتۍ او د هغې د حرامکارۍ د ناپاکۍ نه ډکه وه.

5 او د هغې په تندى يو نوم ليکلے وو چې يو پټ راز دے، ”لوئ بابل، د کنجرو او د دُنيا د هرې پليتۍ مور.“

6 او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم.

7 خو فرښتې راته ووئيل چې، ”دا تۀ دومره ولې حېران يې؟ زۀ به درته د دې ښځې او دا چې په کومې بلا سوره ده چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې دى، د هغې راز ښکاره کړم.

8 کومه بلا چې تا وليدله، هم هغه ده چې ژوندۍ وه خو اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه به د عالمِ ارواح نه راوخېژى او هلاکه به شى. او په دُنيا کښې هغه خلق چې د چا نومونه چې له ازل نه د ژوندون په کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوى، هغوئ به د دې مړې بلا په بيا راښکاره کېدو حېران شى. ځکه چې هغه مخکښې وه، اوس نشته خو بيا به راځى.

9 او د دې خبرو د پوهېدلو دپاره ډېر حِکمت په کار دے. دا اووۀ سرونه هغه اووۀ غرونه دى چې دا ښځه پرې ناسته ده، خو دوئ هم اووۀ بادشاهان دى

10 چې پينځۀ بادشاهان پخوا تېر شوى دى او يو ژوندے دے او يو بل به راځى، او کله چې هغه راشى نو هغه به د لږ وخت دپاره وى.

11 او هغه بلا چې يو وخت ژوندۍ وه او اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه اتم بادشاه دے، خو بيا هم هغه د اوو نه يو دے او هغه به هلاک شى.

12 کوم لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه لس بادشاهان دى چې هغوئ لا حکومت نۀ دے شروع کړے، خو هغوئ به د يوې ګينټې دپاره د بلا سره د بادشاهۍ اختيار ومومى.

13 د هغه ټولو يو مقصد دے چې خپل طاقت او اختيار بلا له ورکړى.

14 هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“

15 بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”تا چې کوم سمندر وليدو چې لويه کنجره پرې ناسته ده، دا د خلقو اُمتونه، قومونه او ژبې دى.

16 هغه لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه به سره د بلا د دې کنجرې نه نفرت کوى، هغوئ به دا بربنډه او برباده کړى او د هغې غوښه به وخورى او په اور به يې ايرې کړى.

17 ځکه چې خُدائ پاک د خپل مقصد د پوره کولو دپاره د دوئ په زړُونو کښې دا خبره اچولې ده چې دوئ په يو زړۀ سره بلا ته د خپلې بادشاهۍ اختيار ورکړى، ترڅو چې د خُدائ پاک کلام د دوئ په حقله پوره شى.

18 دا ښځه چې تا وليده هغه لوئ ښار دے چې د دُنيا په بادشاهانو حکومت کوى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan