Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

مکاشفه 16 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپاړسم باب د خُدائ پاک د قهر جامونه

1 بيا ما د خُدائ پاک د کور نه يو اوچت آواز واورېدو چې هغه اووۀ فرښتو ته يې وئيل چې، ”لاړې شئ او د خُدائ پاک د قهر اووۀ جامونه په زمکه توئ کړئ.“

2 نو اوله فرښته لاړه او په زمکه يې خپل جام توئ کړو او د ناسور خوراکى دانې په هغه خلقو ښکاره شوې چې د بلا نښه يې په ځان کښې وه او هغه بُت ته يې عبادت کړے وو.

3 او دوېمې فرښتې خپل جام په سمندر کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ د مړى د وينې په شان شوې او په سمندر کښې هر ژوندے څيز مړ شو.

4 او درېمې فرښتې خپل جام په دريابونو او په چينو کښې توئ کړو او وينې شول.

5 بيا ما واورېدل چې په اوبو اختيار لرونکې فرښتې ووئيل چې، ”اے قُدوسه خُدايه، تۀ چې يې او وې، تۀ په خپل عدالت کښې صادق يې.

6 ځکه چې هغوئ د مقدسينو او ستا د نبيانو وينې توئ کړې دى او تا هغوئ ته د څښلو دپاره وينې ورکړې، هغوئ د دې سزا لائق دى.“

7 او ما د قربان‌ګاه نه يوه چغه واورېدله، ”آو، مالِکه خُدايه پاکه، تۀ په ټولو قادر يې، ستا ټولې فېصلې رښتينې او په حقه دى.“

8 او څلورمې فرښتې خپل جام په نمر توئ کړو او دا اختيار ورله ورکړے شو چې په خپلو شغلو خلق وسيزى.

9 او هغوئ بد بد وسوزېدل خو هغوئ د خُدائ پاک په نوم کُفر ووئيلو، چا سره چې د دې افتونو د نازلولو اختيار دے، خو هغوئ د توبه ويستلو نه اِنکارى شول او نۀ يې د هغۀ ثنا ووئيله.

10 او پينځمې فرښتې د بلا په تخت خپل جام توئ کړو او د هغۀ په بادشاهۍ کښې تيارۀ شوله. او خلقو د درد نه خپل غاښونه چيچل،

11 او هغوئ د خپل درد او د ناسور په وجه آسمانى خُدائ پاک ته کُفر ووې، او څۀ بد کارونه چې هغوئ کړى وُو، د هغې نه يې توبه ونۀ کړله.

12 او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى.

13 بيا ما وليدل چې د اژدها، د بلا، او د دروغژن نبى د خولې نه د چيندخانو په شان درې پيريان راووتل.

14 دا هغه پيريان دى چې معجزې ښائى، هغوئ د دې دپاره ځى چې د دُنيا ټول بادشاهان د قادر خُدائ پاک د لوئ ورځې د جنګ دپاره راجمع کړى.

15 ”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“

16 نو هغوئ بادشاهان هغه ځائ ته راجمع کړل چې په عبرانۍ کښې ورته ارمِګدون وائى.

17 بيا اوومې فرښتې خپل جام په هوا توئ کړو او د خُدائ د کور د تخت نه يو اوچت آواز راغلو چې هغۀ وفرمائيل چې، ”هر څۀ پوره شول.“

18 له دې نه پس د برېښنا شُغلې او د تندر ګړزا او يوه دومره سخته زلزله راغله چې د بنى آدم د پېدايښت راسې چرې هم نۀ وه راغلې.

19 او هغه لوئ ښار په درېو حِصو تقسيم شو او د دُنيا ښارونه ونړېدل، او خُدائ پاک ته لوئ بابل راياد شو بلکې د خپل غضب او قهر نه ډکه پياله يې په هغوئ وڅښله.

20 هره يوه جزيره غېبه شوله او يو غر هم ليدے نۀ شو.

21 او په بنى آدمو له آسمان نه تقريباً پنځوس کلو وزن برابر ږلۍ وورېدله او هغوئ د ږلۍ په افت خُدائ پاک ته کُفر ووئيلو ځکه چې هغه افت ډېر سخت وو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan