Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

مکاشفه 14 - Pakistani Yousafzai Pashto


څوارلسم باب د يو لاک څلور څلوېښت زره کسانو حمد

1 بيا ما وليدل چې د صيون په غرۀ باندې ګډُورے ولاړ وو چې ورسره يو لاک څلور څلوېښت زره کسان وُو چې په تندو يې د هغۀ نوم او د هغۀ د پلار نوم ليکلے شوے وو.

2 او ما د آسمان نه داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او دا د هغه آوازونو په شان وو لکه چې ستار غږوونکى خپل ستارونه غږوى.

3 او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو، او دا حمد بې د هغه يو لاک څلور څلوېښت زرو کسانو نه چې د زمکې نه په بيعه اخستے شوى وُو، او د دوئ نه بغېر بل هيچا نۀ شو زده کولے.

4 دا هغه خلق دى چا چې خپل ځانونه د ښځو سره د يو ځائ کېدو نه ساتلى دى، او ګډُورى پسې روان دى چرته چې هم ګډُورے ځى. دوئ د خُدائ پاک او د ګډُورى دپاره د بنى آدمو نه د اولنۍ مېوې په طور په بيعه اخستے شوى دى.

5 د هغوئ ژبو کله دروغ نۀ وو وئيلى او هغوئ بې‌داغه دى.


د درېو فرښتو پېغامونه

6 بيا ما د آسمان په مينځ کښې بله فرښته په الوتو وليدله چې د زمکې هر قوم، خيل، ژبې او خلقو له يې د تل زيرے ورکولو.

7 هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“

8 بيا هغې نه وروستو بله دوېمه فرښته راغله او هغې وئيل چې، ”وغورزېدو، لوئ بابل وغورزېدو چې په ټولو قومونو يې د خپلې زناکارۍ او مستۍ د شرابو نه څښلى دى.“

9 بيا هغې نه وروستو بله دريمه فرښته راغله او په اوچت آواز يې چغې کړې، ”هر هغه څوک چې د بلا او د هغې بُت ته عبادت کوى او د هغې نښه په تندى يا په خپل لاس لګوى،

10 هغوئ به د خُدائ پاک د قهر او د غضب مے وڅښى کوم چې هغۀ د خپل سخت غضب په پيالۍ کښې اچولى دى. هغوئ به د پاکو فرښتو او د ګډُورى په وړاندې په اور او د ګوګړو په شغلو کښې عذابولے شى.

11 او د هغوئ د عذاب لوګے به تل تر تله راوچتيږى او هر هغه څوک چې بلا يا د هغۀ د بُت عبادت کوى يا د هغۀ د نوم نښه اخلى، د هغوئ به نۀ د شپې او نۀ د ورځې آرام وى.“

12 په دې کښې د هغه مقدسينو زغم او برداشت ضرور دے چې د خُدائ پاک حُکمونه منى او د عيسىٰ وفادار پاتې کيږى.

13 نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بې‌شکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“


د دُنيا لَو کېدل

14 بيا ما وکتل نو يوه سپينه وريځ راښکاره شوه او په هغې چې څوک ناست وو هغه د اِبن آدم په شان وو. د هغۀ په سر د سرو زرو تاج وو او په لاس کښې يې تېرۀ لور وو.

15 يوه بله فرښته د خُدائ د کور نه بهر راووتله او په وريځ ناست ته يې په اوچت آواز ووئيل چې، ”خپل لور ورواچوه او وريبه، ځکه چې د فصل د رېبلو وخت راغلے دے او د دُنيا فصل مکمل پوخ شوے دے.“

16 نو هغه څوک چې په وريځې ناست وو هغۀ خپل لور دُنيا ته ورواچولو او د هغې فصل يې ورېبلو.

17 بيا يوه بله فرښته د خُدائ پاک د آسمانى کور نه راووتله او د هغې سره هم يو تېرۀ لور وو.

18 او بيا بله فرښته د قربان‌ګاه نه راووتله، دا هغه فرښته وه چې په اور يې اختيار وو، او هغې د تېرۀ لور لرونکى ته په اوچت آواز چغه کړه چې، ”خپل تېرۀ لور ورواچوه او په زمکه د انګورو د بوټو نه فصل راغونډ کړه ځکه چې انګور يې پاخۀ شوى دى.“

19 نو فرښتې خپل لور ورواچولو او په دُنيا يې د انګورو د بوټو فصل راټول کړو او هغه يې د خُدائ پاک د غضب په هغه لويه لنګرۍ کښې ورواچول.

20 انګور يې د ښار نه بهر په لنګرۍ کښې دومره نچوړ کړل چې تر يو سل اتيا ميله پورې د هغې نه د وينو سېلاب روان شو او دا وينې دومره بره روانې وې چې د آسونو واګو ته اورسېدې.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan