مکاشفه 11 - Pakistani Yousafzai Pashtoيوولسم باب دوه ګواهان 1 ما ته د ناپ کولو د ګز په شان يوه لښته راکړے شوه او راته ووئيلے شو چې، ”اوس پاڅه او د خُدائ پاک کور او قربانګاه کچ کړه او عبادت کوونکى شمار کړه. 2 خو د خُدائ د کور بهر دربار مۀ کچ کوه ځکه چې دا غېرو قومونو ته ورکړے شوے دے او هغوئ به دا مقدس ښار تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د پښو لاندې کړى. 3 او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“ 4 دا هغه دوه د زيتون ونې او دوه ډيوټونه دى کوم چې د زمکې د مالِک د وړاندې ولاړ دى. 5 کۀ څوک دوئ ته نقصان رسول غواړى نو د دوئ د خولې نه اور راوځى او د دوئ دشمنان به وسوزوى او دغه شان به هر هغه څوک چې دوئ ته نقصان رسول غواړى، نو هغوئ به په دې طريقه مړۀ کړے شى 6 هغوئ سره به دا اختيار وى چې آسمان بند کړى چې د دوئ د پېشګويۍ په دور کښې به بيا باران ونۀ شى، او په اوبو د دوئ دا اختيار هم شته چې وينې ترې جوړې کړى او چې څومره غواړى دومره افتونه په زمکه راولى. 7 کله چې دوئ خپله ګواهى پوره کړى نو د عالمِ ارواح نه به هغه بلا راوځى او دوئ سره به جنګ ونښلوى او کاميابه به شى او مړۀ به يې کړى. 8 او د هغوئ لاشونه به د لوئ ښار په کوڅو کښې پراتۀ وى، چې د مِثال په توګه ورته سدوم او مِصر وئيلے شى، په کوم ځائ کښې چې د دوئ مالِک هم په سولۍ شوے وو. 9 تر درې نيمو ورځو پورې به خلق، د هرې قبيلې، د هرې ژبې او د هر قوم نه د دوئ لاشونو ته ګورى او د دوئ د لاشونو د ښخولو اجازت به ورنۀ کړى. 10 د زمکې ټول خلق به ورته په سترګو کښې خاندى او خوشحالۍ به کوى او يو بل ته به تحفې ورکوى ځکه چې دې دواړو نبيانو د زمکې ټول خلق عذابول. 11 خو د درې نيمو ورځو نه پس خُدائ پاک په هغوئ کښې د ژوند ورکولو روح واچولو او هغوئ په خپلو پښو ودرېدل او چا چې دا وليدل، هغوئ ټول يرېدل. 12 بيا دوئ يو اوچت آواز د آسمان نه واورېدو چې هغوئ ته يې وئيل چې، ”دلته راشئ.“ او هغوئ په وريځو کښې آسمان ته وختل او دشمنانو هغوئ ته کتل. 13 هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله. 14 دوېم افسوس تېر شو خو ګورئ درېم زر راتلونکے دے. اوؤم بيګل 15 بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“ 16 بيا هغه څليريشت مشران چې د خُدائ پاک د وړاندې په خپلو تختُونو ناست وُو، هغوئ پړمخې په سجده پرېوتل او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو، 17 او دا يې وئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، مونږ ستا شُکر کوُو، تۀ چې يې او چې وې، ځکه چې تا خپل لوئ طاقت استعمال کړو او بادشاهى دې شروع کړه. 18 قومونه د قهر نه ډک شوى دى خو اوس ستا د قهر وخت راغلے دے، دا د مړو د عدالت کولو وخت دے. ستا د خادِمانو نبيانو د اجر وخت او ستا د مقدسينو او د هغه ټولو خلقو د لويو نه واخله تر وړو پورې د اجر ورکولو وخت راغلے دے، څوک چې ستا د نوم نه يرېدل. او دا اوس د هغوئ د تباه کېدلو وخت دے چا چې په زمکه کښې تباهى راوستله.“ 19 نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society