مکاشفه 10 - Pakistani Yousafzai Pashtoلسم باب فرښته او ورکوټے طومار 1 بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليده چې په وريځ کښې پټه وه او چې د بوډۍ ټال يې په سر وو، مخ يې د نمر په شان ځلېدو او پښې يې د اور د ستنو په شان وې. 2 او د هغې په لاس کښې يو ورکوټے پرانستلے شوے طومار وو. هغې ښۍ پښه په سمندر کښې کېښوده او ګسه پښه يې په زمکه اېښې وه. 3 بيا هغې د ازمرى د غړمبار په شان يوه لويه چغه وويستله او کله چې هغې چغه کړه نو اووۀ تندرونه وګړزېدل. 4 او کله چې اوو واړه تندرونه وګړزېدل، نو ما دا ليکل نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا پټ وساته څۀ چې اوو واړه تندرونو ووئيل، او دا مۀ ليکه.“ 5 بيا هغه فرښته کومه چې ما په سمندر او په زمکه ولاړه ليدلې وه هغې خپل ښے لاس آسمان طرف ته اوچت کړو. 6 او قسم يې په هغه چا وخوړلو څوک چې تل تر تله ژوندے دے چا چې په آسمان، زمکه، سمندر او هر څۀ چې په دوئ کښې دى پېدا کړى دى. هغۀ ووئيل چې، ”نور انتظار کول به نۀ وى. 7 په هغه ورځو چې کله اوومه فرښته خپل بيګل وغږوى نو د خُدائ پاک پټ رازونه به پوره شى څنګه چې هغۀ خپلو خادِمانو نبيانو ته فرمائيلى وُو.“ 8 هغه آواز چې ما د آسمان نه اورېدلے وو، بيا ما سره په خبرو شو او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او په سمندر او په زمکه ولاړې فرښتې د لاس نه هغه پرانستلے شوے طومار واخله.“ 9 نو زۀ هغې فرښتې له لاړم او ورته مې ووئيل چې، ”ما ته هغه پرانستلے شوے ورکوټے طومار راکړه.“ نو هغې ما ته ووئيل چې، ”دا واخله او وې خوره، دا به ستا خېټه ترخه کړى خو ستا په خولۀ کښې به لکه د شاتو خوږ وى.“ 10 نو ما هغه ورکوټے طومار د فرښتې د لاس نه واخستو او ومې خوړلو. دا زما په خولۀ لکه د شاتو خوږ ولګېدو خو چې مې تېر کړو نو زما خېټه يې ترخه کړه. 11 بيا ما ته ووئيلے شُو چې، ”دا ضرورى دى چې تۀ د ډېرو خلقو او قومونو او ژبو او بادشاهانو په حقله پېشګوئې وکړې.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society