Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 99 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو کم سلم زبور مالِک خُدائ لوئ بادشاه دے

1 مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.

2 مالِک خُدائ د صيون په ښار کښې عظيم دے، او هغه په ټولو قومونو باندې لوئ او اوچت دے.

3 هغوئ دې ستا د لوئ او هيبتناک نوم ثناء صِفت وکړى، ځکه چې ستا نوم پاک دے،

4 او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى. تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے، تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.

5 مالِک خُدائ، زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د تخت د وړاندې عبادت وکړئ، ځکه چې هغه مقدس دے.

6 موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.

7 هغۀ دوئ سره د وريځې د ستنې نه خبرې وکړې، هغوئ هغه ټول حُکمونه او قانون منلو کوم چې دوئ ته ورکړے شوى وُو.

8 اے مالِکه خُدايه زمونږ پاکه خُدايه، د هغوئ سوال تا قبول کړو. تۀ د بنى اِسرائيلو بخښونکے خُدائ پاک يې، کۀ څۀ هم تا د هغوئ بدو عملونو ته سزا ورکړله.

9 د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ، په مقدس غر باندې د هغۀ عبادت وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مقدس دے.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan