Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 98 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتۀ نوييم زبور
د حضرت داؤد يو زبور

1 سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.

2 مالِک خُدائ خپل خلاصون خلقو ته ښودلے دے، او خپل صداقت يې په قومونو څرګند کړے دے.

3 هغۀ خپله مينه او وفادارى چې د بنى اِسرائيلو سره يې کړې وه راپه ياد کړله، زمونږ د خُدائ پاک خلاصون ټولو د زمکې تر آخره پورې وليدو.

4 اے د زمکې ټولو خلقو، مالِک خُدائ ته خوشحالى وکړئ، د خوشحالۍ په آوازونو او ساز سره ورته سندرې ووايئ،

5 مالِک خُدائ ته د رباب ساز وغږوئ، او د رباب د ساز سره ورته سرودونه ووايئ،

6 د بيګل او د ګډورى د ښکر په آوازونو، زمونږ د بادشاه مالِک خُدائ په حضور کښې د خوشحالۍ نعرې ووهئ،

7 سمندر او هر څۀ چې په کښې دى ټول دې چغې او نعرې ووهى، ټوله دُنيا او هر څۀ چې په کښې اوسيږى،

8 سيندونه دې لاسونه وپړقوى، ټول غرونه دې يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووائى،

9 ټول دې د مالِک خُدائ په حضور کښې سندرې ووائى، ځکه چې هغه د دُنيا عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د ټولو خلقو به يو شان عدالت وکړى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan