Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 97 - Pakistani Yousafzai Pashto


اووۀ نوييم زبور د خُدائ پاک لوئى او قدرت

1 مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى، او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.

2 او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.

3 د هغۀ نه وړاندې اور روان وى، په هر اړخ د هغۀ دشمنان سوزوى.

4 د هغۀ برېښنا ټوله دُنيا رڼا کوى، زمکه چې دا ګورى نو په لړزان وى.

5 د مالِک خُدائ په وړاندې غرونه لکه موم داسې ويلى کيږى، د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ په مخکښې داسې کيږى.

6 آسمانونه د هغۀ صداقت بيانوى، او ټول قومونه د هغۀ جلال وينى.

7 هر هغه څوک چې د بُتانو عبادت کوى په شرم به وشرميږى، هغوئ هم څوک چې په بې‌کاره بُتانو نازيږى. اے ټولو معبودانو هغۀ ته سجده وکړئ.

8 د صيون ښار دا اورى او خوشحاليږى او د يهوداه کلى خوشحاله دى، ځکه ستا د عدالت په وجه مالِکه خُدايه دوئ خوشحاله دى.

9 ځکه تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ټوله زمکه باندې د ټولو نه اوچت يې، او تۀ په ټولو معبودانو کښې د ټولو نه ښۀ او اوچت يې.

10 څوک چې د مالِک خُدائ سره مينه کوى نو هغوئ دې د بدۍ نه نفرت کوى، هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى، او هغه يې د بدعملو نه بچ کوى.

11 نُور په صادقانو وځلېدلو، او خوشحالى شوه په هغوئ د چا زړونه چې صفا وُو.

12 په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ، او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan