زبور 95 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځۀ نوييم زبور د خُدائ د حمد و ثناء سرود 1 راځئ، چې مالِک خُدائ ته حمد و ثناء ووايو، راځئ چې د خوشحالۍ نعرې زمونږ د خلاصون ګټ ته ووايو. 2 راځئ چې په شُکر ګزارۍ سره د هغۀ حضور ته راشو، او د هغۀ د حمدوثناء سندرې ووايو. 3 ځکه چې مالِک خُدائ لوئ خُدائ پاک دے، هغه د ټولو معبودانو نه زورَور او لوئ بادشاه دے. 4 د زمکې ژوروالے د هغۀ په لاس کښې دے، د غرونو ټولې څُوکې د هغۀ دى. 5 سمندرونه د هغۀ دى ځکه چې هغۀ جوړ کړى دى. او د هغۀ لاسونو اوچه زمکه پېدا کړې ده. 6 راځئ، چې عبادت او سجده وکړُو، راځئ، چې د مالِک خُدائ او د خپل خالق په حضور کښې په سجده شُو. 7 ځکه چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے، او مونږ د هغۀ د سادين خلق يُو، او د هغۀ رمه يُو د چا چې هغه خيال ساتى. کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، 8 نو خپل زړونه هغه شان مۀ سختوئ لکه څنګه چې تاسو په مريبه کښې سخت کړى وُو، او لکه څنګه چې تاسو د مسه په بيابان کښې سخت کړى وُو، 9 چرته چې ستاسو پلار نيکونو زما جاج او آزمېښت وکړو د دې باوجود چې هغوئ هر څۀ وليدل چې ما ورله څۀ کړى وُو. 10 تر څلوېښتو کالو پورې هغه نسل ته غصه وم، ما ووئيل چې، ”دا هغه خلق دى چې زړونه يې ما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.“ 11 نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society