زبور 92 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوه نوييم زبور د سبت د ورځې د ثناء صِفت دپاره، يو زبور 1 دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه، او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ. 2 هر سحر چې ستا ابدى مينه ياده کړُو، او په شپه کښې ستا وفادارى ياده کړُو، 3 د بينجو په لس تاريزه ساز کښې، او د رباب په سازونو کښې. 4 ځکه چې تا زۀ په خپلو کارونو خوشحاله کړے يم. ستا د لاسونو په کارونو زۀ د خوشحالۍ سندرې وايم. 5 اے مالِکه خُدايه، ستا کارونه څومره لوئ دى، او ستا سوچونه څومره ژور دى. 6 بېاحساسه خلق په دې نۀ پوهيږى، او کم عقل په دې نۀ پوهيږى. 7 بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى، او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى، خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى. 8 خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، اوچت يې تر ابده. 9 په يقين سره ستا دشمنان به مالِکه خُدايه تباه شى، او ټول بدکاران به تالا والا شى، 10 لکه د ځنګلى غوَيى په شان تا زما ښکر اوچت کړے دے. په ښۀ تېلو باندې دې غوړ کړے يم. 11 زما سترګو زما د دشمنانو شکست وليدلو، زما غوږونو زما د بدکارو دشمنانو وريتې چغې واورېدلې. 12 صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى، او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى. 13 هغه چې د مالِک خُدائ په کور کښې کَرلے شوى وى، دوئ به زمونږ د خُدائ پاک په دربار کښې غوړيږى. 14 تر دې چې به په زوړ عمر کښې هم مېوه نيسى، دوئ به هر وخت تازه او شنۀ وى. 15 نو داسې به دوئ دا ښکاره کړى چې مالِک خُدائ رښتينے دے، هغه زما د پناه ګټ دے او په دۀ کښې څۀ بېاِنصافى نشته. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society